د بامیان معترض پښتانه او تاجک: له هزاروو سره برابر حقونه غواړو
د بامیان د کهمرد ځینو اوسېدونکو دغې ولسوالۍ ته د نوي ټاکل شوي ولسوال پرضد دریمه ورځ هم اعتراض کړی دی.
دوی د کهمرد ولسوالۍ مخې د اعتراض خیمه درولې او له حکومت د دوو غوښتنو پوره کېدل غواړي.
دوی وایي، حکومت باید د سیمې د خلکو په خوښه ولسوال وټاکي او بل د دغه ولایت له هزاره اوسېدونکو سره برابر حقونه ور کړل شي.
* بامیان کې د مور او ماشوم عصري روغتون پرانیستل شو
* د ولسي جرګې وکیل بامیان کې د الوتکې کېناستلو مخه ونیوله
د دغه خوځښت مشر محي الدین فرهمند وایي، د کهمرد لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال شریف امین یار دوی ته ځکه د منلو نه دی چې نوموړی د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې په خپله دنده کې بریالی نه و.
"د سرپل د صیاد پخوانی ولسوال شریف امین یار چې د همده د کار او مدیریت پرمهال د میرزا اولنګ ناورین رامنځته شو، د کهمرد خلک د هغه د مدیریت پر وړتیا باور نه لري".
دی وایي، دوی د سیاسي مشارکت غوښتونکي دي. داسې څوک باید د ولسوال په توګه وټاکل شي چې د سیمې خلکو ته د منلو وي.
د هغه په خبره، د کهمرد خلک دا کس د ولسوال په توګه نه مني:
"درې ورځې کېږي چې خلکو اعتراض کړی. ترڅو چې مو غوښتنې ونه منل شي، اعتراض به دوام ولري".
د ځايي ادارې ځواب
خو د بامیان د والي ویاند عبدالرحمن احمدي بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، کهمرد ته نوی ولسوال د مرکزي ادارې لخوا ورپېژندل شوی او دوی یوازې د کابل حکم عملي کوي.
موږ د افغانستان د اساسي قانون او د مرکزي ادارې د حکم تابع یو:
"دوی د کهمرد ولسوالۍ د سرپرست په توګه د ټاکل کېدو مکتوب راوړی، نو موږ مکلف یو چې ادارې ته یې وروپېژنو".
بلخوا د محلي ارګانونو ادارې چاروکي وایي، شریف امین یار د ازاد رقابت له مخې، بریالی شوی او د ولسمشر په لاسلیک د کهمرد د ولسوال په توګه ګومارل شوی دی.
د دغې ادارې یوه مطبوعاتي چارواکي انور وفا بي بي سي ته وویل، د اعتراض کوونکو د ادعاوو په تړاو به څېړنه وشي.
د بامیان پر ماسټر پلان نیوکې
بامیان د افغانستان له مرکزي ولایتونو دی چې د یو شمېر پښتنو په ګډون پکې درې قومونه اوسېږي، خو ډېره برخه اوسېدونکي یې هزاره او تاجیک دي.
له څو کلونو راهیسې ځینې کسان چې ځانونه د پښتنو او تاجکو استازي بولي اعتراض کوي او وايي، چې په دغه ولایت کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کېږي.
دوی د بامیان ښار پر مسټر پلان هم نیوکې لري او وايي، دوکانونه یې ټولد پخواني ولسمشر د مرستیال کریم خلیلي لخوا هزاره ګانو ته وېشل شوي.
خو د بامیانو ولایتي ادارې، تل د تبعیضي چلند ادعاوې بې بنسټه بللې دي.