BBC
 شاته

"ځینې افغانان د بې وزلۍ له کبله سوریه کې د ایران په پلوۍ جنګېږي"

ارب نیوز ورځپاڼه لیکي چې یو شمیر افغانانو د بې وزلۍ او د مذهبي دلایلو له امله په سوریه کې د ایران په پلوۍ جګړه کې برخه لري.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ورځپاڼې په وینا، مادي امکانات چې له جنګیالیو سره ژمنه شوې هغه بل لامل دی چې بې روزګاره افغانان د سوریې په جګړه کې ګډون ته هڅوي.

ورځپاڼه زیاتوي د اټکل له مخې شاوخوا اوه سوه زره افغانان په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دا هغه څه دي چې د ایران چارواکو ته یې سوریې د جګړې لپاره د جنګیالیو د هڅولو ښه زمینه برابره کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، مادي امکانات چې له جنګیالیو سره ژمنه شوې هغه بل لامل دی چې بې روزګاره افغانان د سوریې په جګړه کې ګډون ته هڅوي.

ورځپاڼې د عبد الحمید په نوم د یوه افغان خبرې راخیستې چې د بامیانو اوسیدونکی دی، ده ویلي په سوریه کې یې جګړه کړې ده هلته د پاکستان، عراق ، او لبنان جنګیالي هم لیدلي دی. وايي افغانان د فاطمیان ، پاکستانیان د زینبیان او عراقیان د حیدریانو په نوم یادېدل.

عبد الحمید ورځپاڼې ته ویلي په یوه شپه پر دوی سخت برید وشو، ده ادعا کړې چې په دغې شپه یواځې دوه سوه افغانان ووژل شول دی د هغو دیرشو کسانو په ډله کې و چې په دغې شپه ټپیان شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا روباټ په چین کې جوړ شوی دی

انډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي په چین کې په لومړي ځل د ډاکټرانو له مرستې پرته یوه روباټ د یوه ناروغ لپاره نوی غاښ کېښود.

دا روباټ په چین کې جوړ شوی، ورځپاڼه زیاتوي که څه هم د عملیاتو پرمهال ډاکټران حاضر و خو د هغوی مداخلې او مرستې ته اړتیا پېښه نه شوه او روباټ ناروغ ته د نوي غاښ په اېښودلو وتوانېد.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په روزګان ولایت کې د طالبانو له خوا د روغتیايي مرکزونو د بندولو په اړه یوه راپور کې ویلي د اروزګان په څېر نا امنۍ د روغتیايی کارکوونکو په وړاندې لویه ننګونه ده.

ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان کې د جګړې له امله پر روغتیايي کارکوونکو ورځ تر بلې د کار ساحه تنګیږي. د ګواښونو له امله د روغتیايي او مرستندویه ټولنو فعالیت راکمیږي او یا خپله کاري ساحه محدودوي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې د ماشومانو ، میرمنو او په تیره د میندواره مېرمنو روغتیايي اړتیاوو او ستونزو ته کتنه کړې او زیاتوي چې جګړه یوازې هغه ماشومان نه ګواښي چې بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري بلکې هغه کسان هم له ګواښ سره مخامخوي چې په ناروغنیو د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په روزګان کې د روانې ستونزې له امله د روغتیايی مرکزونو د تړل کېدو ترڅنګ د ګوزن واکسین کمپاین هم ځنډول شوی دی.

د ورځپاڼې په خبره، افغانستان یو له هغو د ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې لاهم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته چې لامل یې جګړه او نا امنۍ دي.

په روزګان کې د روانې ستونزې له امله د روغتیايی مرکزونو د تړل کېدو ترڅنګ د ګوزن واکسین کمپاین هم ځنډول شوی دی.

هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي په افغانستان کې د امریکا په غوښتنه د هند د رول د پراخېدو په درشل کې په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ په نوي ډیلې د افغانستان ، پاکستان او امریکا د سوداګرۍ او پانګونې ګډ نندارتون جوړ شي.

ورځپاڼه زیاتوي امریکا ددغه نندارتون لګښت ورکوي او په پام کې ده چې هند د افغان حکومت د اجرائیه مشر عبد الله د سفر پرمهال پرانستل شي، له هغه سره د چارواکو او پانګوالو یوه پنځوس کسیزه ډله هم ملتیا کوي.

ټایمز اف انډیا زیاتوي له دې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس د خپلې دندې له پيل وروسته په لومړي ځل هند ته رسمي سفر کوي او په نوي ډیلې کې د سویلي اسیا لپاره دامریکا د نوې کړنلارې په اړه به د لوړې کچې په یوه غونډه کې برخه واخلي.

ټایمز اف انډیا وړاندې زیاتوي د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې یو ځل بیا د خپل رول د پراخولو پرلور ګام پورته کوي. او په دې برخه کې په کابل کې د شاتوت بند ، په ننګرهار کې د کورونو پروژه ، په بامیانو کې د بند امیر سړک او په چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکې پروژو یادونه کوي.