BBC
 شاته

د خوست د ۴۰۰ اثارو موزیم په شل متره مربع خونه کې

Image caption موزیم کې یو لرغونی اثر چې هرڅوک لاس ور وړلی شي.

د خوست موزیم شاه وخوا څلور سوه بېلابېل تاریخي او هنري اثار لري.

خو دغه لرغوني اثار یوازې په شل متره مربع کوټه کې ګډوډ په نامسلکي توګه ایښودل شوي دي، چې د زیانمنېدو او له منځ تلو وېره یې شته.

د خوست موزیم مدیر حبیب محمد مندوزی وايي، د موزیم لپاره ځانګړې ودانۍ او د اثارو د ایښودلو لپاره المریو ته اړتیا ده:

"ټول اثار نژدې سر په سر سره ایښودل شوي دي، ځینې یې پر میزونو او ځینې یې په یو څو زړو المریو کې دي"

د هغه په خبره، په المریو کې خځندې شته، چې اثار زیانمنوي، خو دوی د دې خځندو د له منځه وړلو لپاره یوازې پوډر شیندي:

"د تاریخي اثارو لپاره باید د ښیښې المرۍ وي، ځکه بیا زیان نه ورته رسیږي".

شل زره کاله لرغوني اثار

ر

نوموړی وايي، اوس په اسانه خلک دغه تاریخي اثار په لاس کې پورته کوي، یا لاس پر وهي:

"کله ناکله زمونږ تاریخي اثار څوګ لاس کې اخلي چې تر ولویږي ماتیږي دا بیا نو لوی زیان دی".

د نوموړي په باور، که د ښیښې المرۍ ولري د پاسه به پرې د هر اثر لنډه پیژندپاڼه هم وي، چې تاریخ او ارزښت به یې پر لیکل شوی وي.

د خوست موزیم دا اثار تر ډېره د کوشاني، باختري او اسلامي دورو دي.

د موزیم د مشر په وینا د ځینو لرغونتوب تر شل زرو کلونو رسيږي.

ښاغلی مندوزی وایي تر ټولو پخوانی اثر یې د ډاینسار یو غاښ دی:

"بل یو کچکول دی چې د اسلام د څو امامانو نومونه پرې لیکل شوي. په لاس لیکل شوی قران کریم، دیګونه او بودایي مجسمې هم په دغو اثارو کې دي".

موزیم دا اثار له کومه کړل

د دغه موزیم لپاره څو کاله وړاندې پر ۱۲ زره متره مربع ځمکه د یوې نوې ودانۍ نقشه جوړه شوې، خو لا همداسې پر کاغذ پاتې ده.

مرستیال والي شیربادشاه اورګونی وايي تراوسه یې د ودانۍ جوړولو لګښت نه دی تر لاسه کړی:

"مونږ څو ځله د خپل ریاست له لارې اړوند وزارت ته مکتوبونه لیږلي او دوی ژمنه کړې، چې د ودانۍ جوړیدا به راتلونکی کال په پلان کې شامله کړي".

د خوست موزیم پر ۱۳۸۳ کال پرانیستل شو.

په لومړي سر کې یوازې څلور تاریخي اثار پکې نندارې ته کېښودل شول.

اوس یې د اثارو شمېر څلورو سوو ته رسېدلی، ډېری دغه اثار د سیمې خلکو وړیا موزیم ته ور کړي دي.

لیدو ته یې یوازې محصلین او د ښوونځي زدکوونکي ورځي یا ور استول کېږي.

Image caption د خوست موزیم مشر، چې دفتر یې هم په موزیم کې دی.