پنټګان: افغانستان ته نور درې زره امریکايي پوځیان لېږو
د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس وايي، دغه هېواد درې زره تازه دم پوځیان افغانستان ته استوي.
د امریکا ولسمشر نږدې میاشت مخکې د افغانستان او سیمې په هکله ستراتیژي ډاګیزولو کې له افغانستان د ځواکونو اېستلو سره مخالفت وکړ.
هغه وویل، داسې تشه رامنځ ته کېدل نه غواړي چې وسلوال یې ډکه کړي.
ډونلډ ټرمپ د شنونکو د هیلې خلاف هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې افغان شرایطو ته په کتو به د امریکايي ځواکونو شمېر ټاکل کېږي.
* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟
* امریکا: موږ هر هغه ځای په نښه کوو چې ترهګر پکې اوسي
اوس ښاغلی متیس دا پوښتنه ځوابوي ا وايي، چې درې زره ځواکونه به افغانستان ته لېږل کېږي.
د وسلوالو طالبانو پرضد د امریکا جنګي عملیات پر ۲۰۱۴ کال پای ته ورسېدل، خو له اتو زرو ډېر ځانګړي امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په دغه هېواد کې شته.
تېره فرورۍ افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نېکولسن د افغان جګړې لپاره د څو زره تازه دم سرتېرو غوښتنه وکړه.
تر نامعلومې نېټې د امریکايي پوځیانو پاتېدل
ښاغلي ټرمپ د ستراتیژۍ ډاګیزولو پرمهال وویل، نه دا چې د زیاتېدونکو سرتېرو شمېر وښود، بلکې د ځواکونو د ستنولو نېټه یې هم ډاګیزه نه کړه.
نوموړی په دې باور دی چې د ځواکونو اېستلو ته د نېټې ټاکلو لپاره د پخواني ولسمشر بارک اوباما پرېکړه هم د طالبانو په ګټه تمامه شوه.
ځکه تر ټاکلې نېټې طالبان منتظر پاتې شول او چې امریکايي ځواکونه کم شول، خپلو بریدونو ته یې زور ور کړ.
* ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک
* "د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي"
ډونلډ ټرمپ په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان هم غږ وکړ چې د وسلوالو ملاتړ پرېږدي.
وسلوال طالبان د ډونلډ ټرمپ د دې ستراتیژۍ په غبرګون کې هم وايي، چې په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي تر پاتېدلو به جګړه کوي او افغانستان به "د امریکا په ګور" بدلوي.
"د امریکا لویه تېروتنه"
ښاغلي ټرمپ د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بیا بیا غوښتنه کوله.
خو کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوریپالو مخکښ نوماند شو، خپل دریځ یې بدل کړ.
هغه وویل، چې پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا یرغل یوه "ډېره لویه تېروتنه" وه، خو اوس به د دغه هېواد د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره په افغان جګړه کې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
تېره میاشت هغه وویل چې امریکا د ترهګرو د وژلو لپاره افغانستان ته تللې، نه د هېواد جوړولو لپاره.
امریکا په افغانستان کې پر ۲۰۱۱ کال تر ټولو ډېر سرتېري درلودل چې شمېر یې نږدې یو لکو ته رسېده.
پر افغانستان د امریکا له یرغل او د طالبانو له پرځېدلو ۱۶ کلونه وروسته اوس افغان حکومت یواځې پر نیمه افغان خاوره ولکه لري.