ایران د افغانانو ناقانونه تګ "رسمي کوي او د کار ویزې" ور کوي
د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وايي، تېر کال ۷۳۰ زره افغان کډوال له دغه هېواد ووتل، خو په دې دلیل چې افغان حکومت پر خپلو پولو واک نه لری ډېری یې بیا ایران ته ستانه شول.
د هغه په خبره، ایران پر پوله واک لري، خو سراوان کې نږدې ۲۰۰ کیلومتره پوله داسې ده چې د پېچلتیا او ناسمو شرایطو له امله د افغان کډوالو د ور ستنېدلو لار جوړه شوې ده.
"ایران د ناقانونه افغان وګړو پېژندل پیل کړي او وروسته به یې خپلخوښي (دواوطلب) ستنول پیل کړي".
* د ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی
* 'له ایرانه افغان کډوال یوازې پخپله خوښه ستنېدلی شي'
د ښاغلي رحماني فضلي په خبره، تراوسه په دغه هېواد کې اته لکه ناقانونه افغانان پېژندل شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، دغه هېواد ته د ناقانونه افغان کډوالو او انساني قاچاق په تړاو یې له افغان حکومت سره سختې(جدي) خبرې کړې دي.
ناقانونه تګ ته رسمي بڼه ور کول
دغه ایرانی چارواکی وايي، چې افغان لوري ته یې په خبرو کې هغوی قناعت ور کړ چې کوم کسان قاچاقي ایران ته ځي رسمي شکل ور کړل شی:
"په حقیقت کې مو هوکړه کړې چې هر څو کسان ایران ته تللل غواړي زموږ په خبرولو سره وشي او له دې لارې د انسان د قاچاق مخنیوی وشي، ځکه دوی په لار کې د انساني قاچاقیانو لاس ته ورځي یا پیسې ترې اخلي او یا وژل کېږي".
* '۶ کلنه لور مې آیسکریم پسې ووتله، خو بیا راستنه نه شوه'
* ایراني چارواکي: افغان کډوالو ته اسانتیاووې چمتو کوو
د هغه په خبره، په دې تړاو تراوسه دوه ناستې له ولسمشر او څو نورې د افغانستان د کورنیو چارو وزیرانو سره شوې دي:
"دا مسله له افغان چارواکو سره د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په لیدنو کې هم یاده شوې ده".
هغه وايي، د خبرو په پای کې هوکړه په دې شوې چې له افغان حکومت سره په همکارۍ هر څو کسان چې غواړي قانوني ایران ته لاړ شي، نو درې میاشتنۍ اجازه ور کړل شي:
"د اوسېدلو ځای یې معلوم شي، دا ووايي، چېرته کار کوي او کله افغانستان ته ستنېږي".
د افغان کډوالو هرکلی
نوموړی وايي، ناقانونه بهرني وګړي په امنیتي او ټولنیزو برخو کې ایران ته ستونزې جوړوي، ځکه یې باید برخلیک وټاکل شي:
"البته دا ښه خلک دي، خو کله چې اجزه لیک نه لري، ښايي ناوړه وکارول شي او په قاچاق او بلوا کې ترې کار واخیستل شي".
نوموړی وايي، په ایران کې نږدې درې میلیونه بهرنیان شته چې ډېری یې افغانان دي.
* د افغانستان اجراییه رییس عبدالله ایران ته تللی
* ایران کې افغان کډوال له ځايي پولیسو شکایت کوي
د فضلي رحماني په خبره، په اروپايي هېوادونو کې ځینې وخت خلکو له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کړی او بدې پېښې ورته شوې دي:
"خو زموږ هېواد کې داسې نه ده. بس چې خلک له پولې را واوړي فارسي خبرې وکړي، زموږ د خلکو په څېر کېږي او هغوی ته کار و رکول کېږي او دلته ژوند کوي".
د هغه په خبره، د کډوالو دغه امنیت، له دوی سره چلند، مناسب اقتصادي وضعیت او د خلکو هرکلی سبب شوی چې د دوی شمېر په ایران کې زیاتېږي.
خو له ایران ډېری ستانه افغان کډوال د دغه هېواد د حکومت له نامناسب چلند شکایت کوي.
د کډوالو وزارت دریځ
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وايي، د ناقانونه کډوالو د ستونزو اواري لپاره یې دغه هېواد ته یو پلاوی استولی دی.
عالمي بلخي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې ایران ناقانونه افغان کډوالو ته ویزه او د کار اسناد ور کوي.
* ايران د سوريې جگړې ته افغانان لېږي
* بشري حقونه وايي ايران کې افغانان ځورول کېږي
نوموړی زیاتوي چې د افغان او ایراني چارواکو له خبرو اترو خبر دی او اوس یو شمېر افغان کډوال په ایران کې راجسټر شوي دي.
د هغه په خبره، کوم افغانان چې ایران کې وپېژندل شي ویزه او کار کارت ور کول کېږي.
سوریه کې د افغان کډوالو ښکېلتیا
ایران ته د افغانانو د تګ قانوني کولو او ویزې ور کولو خبره په داسې مهال ده چې له څو کلونو راهیسې ډېر ځلې داسې رپوټونه خپرېږي چې ایران افغان وګړي د جګړې لپاره سوریې ته استوي.
د رپوټونو له مخې ایراني چارواکي پر افغانانو سربېره د پاکستان شیعه وګړي هم سوریې ته د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد د حکومت د ملاتړ لپاره استوي او هره میاشت یوه تن ته شپږ سوه ډالره تنخا ورکوي.
د میاشتنۍ تنخوا ترڅنګ له را ګرځیدو وروسته له دغو کسانو سره په ایران کې د دندې ژمنې هم شوې دي.
ایران کې د کډوالو شمېر
ایران د تېر جون پر ۲۹ د یوې سرشمېرنې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د افغان، عراقي او پاکستاني کډوالو شمېر اعلان کړ.
د دې شمېرې له مخې په ایران کې تر ټولو ډېر بهرني وګړي افغانان دي، چې شمېر نږدې یو میلیون، پنځه لکه ۸۴ زرو ته رسېږي.
ورپسې عراقیان دي چې نږدې پنځه دېرش زره کسان بلل شوي او پاکستانیان هم ۱۴ زره ۳۲۰ ګڼل شوي دي.