بلخ: پر نشې د يوې روږدې مېرمنې کيسه
په افغانستان کې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې اداره وايي، په ټول هېواد کې له دوو تر دوه نیم میلیونه کسان په نشو روږدي دي.
د بي بي سي ازبکي څانګې، د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې، له یوې ترکمنې مېرمن سره خبرې کړي دي. دا مېرمن په نشو روږدې ده او اوس یې درملنه کېږي.
د دې د خوندي توب لپاره یې په ویډیو کې هویت نه ښودل کېږي.