BBC
 شاته

د افغانستان سپورټ لوبغاړو په ترکمنستان کې مډالونه خپل کړل

ترکمنستان
Image caption د افغانستان لپاره دویم مډال احمد جاوید امیري په دودیزې غېږ نیونې کې ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړو په ترکمنستان کې د آسیا پنځم پړاو سالون دننه سیالۍ په بریا سره پیل کړې.

د جوجیتسو افغان لوبغاړي حسین بخش صفري د ۶۲ کیلو وزن کې لومړی د ترکمنستان لوبغاړی مات کړ، ورپسې یې خپل قرغزي سیال ته هم ماتې ورکړه.

درېمه سیالي یې له ترکمن لوبغاړي داوود نورییف سره وه چې په ښه توګه یې دا لوبغاړی هم له مخې لېرې کړ او په دغو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره لومړنی د سرو زرو مډال پر غاړه کړ.

د ښاغلي صفري دغه سیالۍ د کانتک په بڼه وې. او د نی وازا بڼې بلې سیالۍ لپاره تیاري نیسي.

د افغانستان لپاره دویم مډال احمد جاوید امیري په دودیزې غېږ نیونې کې ترلاسه کړ.

ښاغلي امیري خپل ترکمن او ازبک سیالان مات کړل خو کله چې د سرو زرو مډال ترلاسه کولو لپاره ډګر ته ښکته شو، نو سیال یې پرې برلاسی شو او ښاغلي امیري د سپینو زرو په مډال بسنه وکړه.

بله خوا افغان لوبغاړو د فوتسال په سیالۍ کې د چین ځواکمنې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دوه صفر له خپلې سیالې لوبډلې مخکې وو، خو په دویمه نیمايي کې یې تر هغه هم ښه لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې ګول یې څلور ځله پرانیست، چې په ځواب کې یې چینايي لوبډلې یواځې یو ګول وکړ. دغه لوبه ۶ـ ۱ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان په دغو سیالیو کې تر دې دمه شپږم ځای لري. د افغانستان د ورزش برخې مسؤلینو ویلي دوی تمه لري چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې به مډال راوړونکو ته له ۲۰۰ زرو څخه تر شاوخوا ۷۰۰ زرو افغانیو انعام ورکول شي.

د آسیا سالون دننه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي چې د آسیا او اوقیانوسیه ۶۲ هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني هم نن سهار د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته ولاړ او له ترکمن چارواکو سره یې لیدلي دي.