BBC
 شاته

ملګري ملتونه په لومړي ځل یو افغان ته د "نړیوال اتل" جایزه ورکوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ډاکتر ارین څوک دی او څرنګه د اړمنو درملنه کوي؟

ټاکل شوې ده سبا دوشنبه (د وږي ۲۷) د لومړي ځل لپاره یو برتانوی افغان ډاکتر د ملګروملتونو "نړیوال اتل جایزه"د امریکا په نیویارک ښار کې ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې بل برتانوي یا افغان دغه جایزه نه ده ترلاسه کړې، نو ډاکتر وحید ارین چې د برتانیا تابعت هم لري، به لومړنی افغان وي چې دغه معتبره جایزه ترلاسه کوي.

ډاکتر ارین یو له هغو شپږو کسانو دی چې د ملګروملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري څانګې، یونیسکو د "افراطیت او نه زغم پر وړاندې د نړیوال کمپاین"اتلان پېژندلي.

ډاکتر آرین چې د برتانیا په لیورپول ښار کې د راډيولوژۍ متخصص په توګه کار کوي، د ټېلي هيل Teleheal په نامه یو پروګرام پیل کړی چې د نورو ډاکترانو په مرسته د سکایپ له لارې په نورو هېوادونو او افغانستان کې ډاکترانو ته د دماغي ناروغیو، ټکرونو او نورو بېړنیو ناروغيو په حالاتو سلا مشورې ورکوي.

نړیوالو ته ځکه د ډاکتر ارین لاسته راوړنې د پام وړ دي چې له یوه جګړه ځپلي هېواده په ۱۵ کلنۍ راوتلی او اوس چې ۳۳ کلن دی د نړۍ یو له پېژندل شویو مرستندویه څېرو کې دی چې د سلګونو کسانو ژوند یې ژغورلی دی.

تراوسه د "نړیوال اتل" جایزه یوازې ۱۰ کسانو ته ځانګړې شوې چې ډاکتر ارین یې یوازینی برتانوی او افغان ترلاسه کوونکی دی.

د انځور حقوق Dr. Arian
Image caption ډاکتر ارین افغانستان ته د سفرونو پر مهال له سیمه ییزو ډاکترانو سره له نژدې خپلې تجربې او زدکړې شریکوي.

ښاغلي ارین چې په کېمبرېج پوهنتون کې زدکړې کړي، په ۱۹۹۰ کال کې برتانیا ته له رسېدو سره ورته ویل شوي ول چې کولی شي ټکسي چلوونکی شي، خو د ده خیالات لوړ ول.

دی وايي:"زما هيله همیشه همدا وه چي ډاکتر شم، چې لومړی خپلې کورنۍ بیا افغانستان او جګړه ځپلو سيمو ته خدمت وکړم. ځکه زیات شمېر خلک شته چې له ناروغیو کړېږي خو د مرستې څوک نه لري."

افغانستان کې د ماشومتوب د ژوند ترخو تجربو چې هغه مهال د شوروي اتحاد پلوه حکومت او مجاهدينو تر منځ جګړې روانې وې، ښاغلي ارین ته دا فکر ورکړ چې ډاکتر ته اړتیا ډېره ده.

د ډاکتر ارین کورنۍ غړي له جګړو د خونديتابه په پار کډوال شول خو تر نورو اوږد او ګټور سفر د وحید ارین و چې لندن ته یې ځان ورساوه او د نورو د تمې پرخلاف یې، زدکړې ته مخه کړه.

سره له دې چې په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو نه شتون د ډېرو ناروغانو د مړینې لامل ګرځي، خو د متخصصو ډاکترانو د سلا مشورې کمی، لږترلږه هغه تشه ده چې له لېرې واټنه هم ډکېدای شي.

ډاکتر ارین د بېړنو درملو د مرستې شاهي کالج، نړیوال روغتیايي پروګرام او بې پولې ډاکترانو خیریه مرستو مرکز ته هم ویناوې کړي او تېر کال د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا هم وستایل شو.

یو مهم کس چې د ډاکتر ارین په وینا د ده ملاتړي او په چارو کې یې مرسته کوي د هغه مېرمن ده.

د انځور حقوق Dr. Arian
Image caption د ډاکتر ارین مېرمن ډوینا له ده سره افغانستان ته هم سفر کړی دی.

د ډاکتر آرین مېرمنې ډوینا خپل د موډلینګ کارونه ځنډولي چې د خپل مېړه له پروګرام سره مرسته وکړي. دا افغانستان ته هم تللې او د کډوالو کورنیو ته یې کالي برابر کړي.

ټاکل شوې ده سبا د جایزې د ورکړې مراسم د۴۵۰ ګډونوالو په شتون، د نیویارک په عامه کتابتون کې وي چې د نړۍ د یو شمېر مشرانو ترڅنګ به پکې پېژندل شوي علمي او کلتوري څېرې هم ګډون کوي. په همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه هم پیلېږي.

ډاکتر ارین چې جایزې ته له وړ ګڼل کېدو یې خوښي څرګنده کړې ویلي، د ده لپاره تر ټولو لویه خوشحالي دا ده چې میندې او کورنۍ د خپلو عزیزانو له رغېدو وروسته له ده مننه کوي.

د انځور حقوق Payenda Sargand
Image caption د هغو کسانو لنډه پېژندنه چې "نړیوال اتل" جایزې ته وړ ګڼل شوي.