BBC
 شاته

د افغانستان خپلواکۍ ٩٨ کليزه پراخه ولمانځل شوه

د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخيستو ٩٨ کليزه
Image caption د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخيستو ٩٨ کليزې مراسم

د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې ولسي وګړي د خپلواکۍ لمانځلو په موخه سړکونو ته راوتللي وو، ملي اټنونه یې کول او پر موټرونو یې ملي بېرغونه او د خپلواکۍ د گټوونکي او د افغانستان پخواني پاچا امان الله انځورونه لگولي.

د دفاع وزارت په انګړ کې د افغانستان د ملي سرود په غږولو د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې مراسم رسماً پیل شول.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ پر څلي د گلانو گېډۍ کېښوده، خو د معمول په خلاف په خپله ولسمشر او يا نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو ويناوې ونکړې.

ښاغلي غني د مراسمو په پاى کې د پاچا امان الله خان له لور "هنديه" او د دستورې له ځينو نورو گډونوالو سره وکتل.

نن په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوې، پلازمېنې کابل کې ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي او د ښار مرکزي برخو ته ټولې غځیدلې لارې د گاډو پر مخ تړلي دي.

د خپلواکۍ ورځې مراسم پراخېدل څه پیغام لري؟

د خپلواکۍ ورځ- غني د بهرني سیاست پر خپلواکۍ ټینګار وکړ

سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ستراتېژۍ په اړه اختلافونه

د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخيستو د ورځې لمانځنې د تېرو کلونو په پرتله سږ د ولسونو ترمنځ ډېرې پراخې وې.

د افغانستان د خپلواکۍ ٩٨ کليزه تر ټولو په پراخه کچه په ننگرهار کې ولمانځل شوه.

د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

په دغه ولايت کې د دغې ورځې لمانځلو لپاره له تېرو دوو اونيو راهيسې پراخ ولسي تياری روان و. د جلال اباد ښار ګڼې څلولارې او هټۍ د خپلواکۍ بیا اخیستونکي پاچا امان الله خان پر انځورونو او پر افغان ملي بيرغونو پوښل شوې او خلکو ځاى ځاى ميلې او اټنونه کوي.

د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

پاچا امان الله خان ۱۹۱۹ م کال کې له برتانيا د خپل هېواد خپلواکې اعلان وکړ.

دغه پرمختیاپال پاچا هڅه کوله چې افغانستان د پرمختللې نړۍ برخه کړي، خو په مقابل کې یې بلوا وشوه او له نږدې لس کلنې واکمنۍ وروسته د افغانستان پرېښودو ته اړ شو.

Image caption د جلال آباد ښار عمومي سړک

له هغه راهیسې بیلا بیلو واکمنیو کې د خپلواکۍ ورځې مراسم کله ګرم او کله کمرنګ لمانځل شوي، خو اوسني افغان ځوانان هڅه کوي نوي نسل ته له پیغامونو سره دا ورځ په ولسي بڼه ښاده او یاده وساتي.