د زرکانو جنګول؛ ساتېری که سوداګري
-
BBC
سهار وختي د غزني ښار د شنو کروندو په منځ کې ګڼ ځوانان، د پاخه عمر خلک اوماشومان راټول شوي دي.
-
BBC
د افغانستان غزني ولایت کې د زرکانو جنګول ځوانانو ته د یوه ساتېري موقع ورکړې ده.
-
BBC
د زرکانو جنګول اوس غزني کې پر یوې سوداګریزې چارې اوښتي.
-
BBC
خلک دغه فارمي زرکان په ګرانه بیه تر دوو سوو زرو افغانیو خرڅوي.
-
BBC
دوی د زرکانو جنګولو لپاره د ښار له بېلابېلو سیمو پلي، پر موټرسیکلونو او ګاډو کې راغلي دي.
-
BBC
یوه سپین روبي راته وویل، د زرکانو ساتل او جنګول تر پخوا زیات شوي.
-
BBC
د غزني ښار اوسېدونکی عصمت الله وايي، زرکان د روضې، خواجه عمري او نو اباد په فارمونو کې روزل کېږي. هګۍ یې له غرونو راوړي.
-
BBC
دلته جنګوونکي ځوانان وايي، زرکان په سم موسم کې ښه جنګ کوي، په تېره بیا کله چې له زرکانو سره زرکې هم وي.
-
BBC
غزني کې د زرکانو سربېره د مړځانو نګول هم یو دود ګرځېدلی.
-
BBC
ځینې وګړي وايي، دغه مرغان باید ونه جنګول شي، خو ځینې نور بیا وايي دوی د ساتېرۍ لپاره دا کار کوي.