BBC
 شاته

ایا په پاکستان کې د رژیم بدلون تکرارېږي؟

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption د نواز شریف او د هغه د کورنۍ بهرني ملکیتونه دوی ته نوی سرخوږي دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې یو عنوان دی" نواز شریف تر برید لاندې دی" ایا په پاکستان کې د رژیم بدلون تکرارېږي؟

په دې لیکنه کې راغلي چې راتلونکی کال به نواز شریف د پاکستان په تاریخ کې لومړنی منتخب لومړی وزیر وي چې خپله دوره پوره پای ته رسوي .

لیکوال دې ته اشاره کوي چې د نواز شریف پر ضد د پاناما د اسنادو راټولول او د سترې محکمې له خوا د هغو څېړل ښايی په دې مانا وي چې پوځ هغه د فساد په تور له واکه لرې کړي .

د ورځپاڼې په باور د ګډ پلټونکي ټیم د څېړنو تر شا د کودتاه تنظیمول دي.

د هندوستان ټایمز په لیکنه د نواز شریف د فساد په اړه د پاناما د کاغذونو څېړنه ښايي نوی شی وي خو په پاکستان کې د کودتاو کول او تنظیمول نوې خبره نه ده.

ډان

د انځور حقوق Magnum Photos
Image caption افغان ولسمشر په کابل کې د پاکستان سفارت سلایار ته د ټلیفون له لارې د دغو کسانو د خوشي کېدلو خبره کړې ده.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د هغو دوو پاکستاني دیپلوماتانو د ژغورلو په اړه لیکلي، چې په افغانستان کې تښتول شوي وو.

د ورځپاڼې په لیکنه ولسمشر غني په کابل کې پاکستاني چارواکو ته دا ښه خبر ورکړی دی .

په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دا دوه کار کوونکي د تورخم پر لاره تښتول شوي وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پاکستاني حکومت ته ډاډ ورکړی چې افغان استخباراتي او امنیتي ادارو د تښتول شوو لټون کاوه.

پاکستان له افغانستانه د دې په بدل کې مننه کړې ده.

همدې ډان ورځپاڼې د هند د پوځ د مرستیال مشر له خولې لیکلي چې جنرال سرات چند د ټایمز اف ایندیا ورځپاڼې ته ویلي د پاکستان پوځ صنعتي بنسټ د هند تر پوځ ښه دی.

ښاغلي چند په کور دننه پر پوځي صنعت نیوکه کړې ده.

د نوموړي په وینا پاکستان دهند پر تله ډېر پوځي صنتعتي توکي صادروي.

لندن ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټران وايي، تر پایه انټي بیاټیک خوړل تاوان رسوي.

لندن ټایمز ورځپاڼه د ډاکترانو له خولې لیکي چې د انتي بیوتیکو تر پایه خوړل د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

تر اوسه ډاکترانو ویل چې د انتی بیوتیکو کورس باید تر پایه دوام وکړي او وخوړل شي خو اوس کارپوهان وایي، چې داسې سلاوې پر شواهدو نه دي ولاړې او ښايي د درملو په وړاندې مقاومت زیات کړی.

د کارپوهانو په باور کله چې ناروغ رغېږي نو ډاکتران باید د هغو د درولو لارښوونه وکړي.

د برتانیا د برایتون او سوسیکس طبي پوهنتون او د هېواد د پنځو پوهنتونونو پنځو کالجونو له ډاکترانو غوښتي چې ناروغانو ته دې د انتي بیوتیک درملو د پوره خوړلو لارښوونه نه کوي، ځکه دا علمي شواهدو نه ده ثابته کړې.