BBC
 شاته

نتنیاهو د الجزیرې د دفتر بندېدل غواړي

فلسطیني مسلمانان د انځور حقوق AFP
Image caption فلسطیني مسلمانان

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو الجزیره تلوېزیون په بیت المقدس کې په تاوتریخوالي تورن کړی او اسرائیلو کې یې ددغې رسنۍ د دفتر بندېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي نتنیاهو د چارشنبې په ورځ (زمری ۴) د قطر د خبري رسنۍ الجزیرې په اړه د نظر پوښتنې په اړه الجزیره تورنه کړې چې د قدس شریف درواوکې د الکترونیکي امنیتي دروازو لګولو مسله کې یې ''پاروونکی'' عمل کړی، همدا ده چې له اسرائیلو د دغې رسنۍ د شړلو په درشل کې دی.

د دغو الکترونیکي دروازو پرسر لانجه د فلسطینیانو د پراخې غوسې لامل وګرځېد، ځکه چې په دې کار سره اسرائیل غواړي مسجد الاقصی جومات ته د مسلمانانو ورتګ محدود کړي.

یهودان هم دا خپل یو لرغونی مقدس ځای ګڼي.

اسرائیل د اقصی جومات له دروازو اوسپنیزې دروازې لیرې کوي

اردن کې د اسراییل سفارت استوګنځي کې ډزو دوه کسان ووژل

اقصی جومات کې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ اړدوړ

د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ تر اخ او ډب وروسته تل ابیب اعلان وکړ چې الکترونیکي دروازې به د حرم له ننوتونکو دروازو لیرې کوي او په دې سیمه کې به نا محسوس امنیتي تدابیر سختوي.

پر دې سربېره، تېره ورځ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د اسرائیلو په دې ګام سره وویل، چې تر راتلونکي امر پورې به د ده د ادارې او تل ابیب ترمنځ اړیکي درول کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګڼو فلسطینیانو د الکترونیکي دروازو د لګولو پرضد لاریون وکړه

منځني ختیځ ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له فلسطینیانو او اسرائیلي دولته وغوښتل چې له بیت المقدس بهر د ناامنیو د پراخېدو مخه ونیسي او د روانې اونۍ د جمعې ورځې تر لمانځه پورې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نیکولای ملادینیف دواړوې غاړې د مسجد الاقصی یا قبة الصخرة د حرم شریف پرسر د روانې شخړې هواري ته بللې دي.

د انځور حقوق EPA