BBC
 شاته

زرڅانګه د خپلو ګاونډیانو په برید کې ټپي شوې

. د انځور حقوق FB
Image caption د زرڅانګه او د کورنۍ اوه یې غړي د چم ګاونډ د خلکو په برید کې ټپیان شوي دي.

د پښتو خوږ غږې سندرغاړې زرڅانګه د خپلې کورنۍ له ۷ غړیو سره یو ځای د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د چم ګاونډ خلکو له خوا په تر سره شوي برید کې ټپي شوې چې دمګړۍ د نوښار په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د اغلې زرڅانګې زوی ښاغلي هجر له بي بي سي پښتو پاڼې سره په خبرو کې وویل، د دوی د کورنۍ پرغړیو د شنبې په ورځ هغه مهال ګاونډيانو برید وکړ، چې کډه یې له سواته د نوښار پيرپای کلي ته ورسېده: " زموږ ګاونډیانو زموږ د کور د نیولو هڅه وکړه ځکه چې نه یې غوښتل موږ هلته و اوسېږو. "

د نوموړي په خبره، دوی وتوانېدل پخپل کور کې واړوي، خو د مور زرڅانګې په ګډون یې د کورنۍ اته غړي د ګاونډیانو له خوا ټپیان شوي چې اوس په روغتون کې بستر دي.

خو مخالفې ډلې او ازادو سرچینو لاهم بي بي سي ته د ښاغلي هجر د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پر خواله رسنیو ځينې ویډيوګانې خپرې شوي، چې اغلې زرڅانګه د کورنۍ له نورو غړیو سره د نوښار په یوه دولتي روغتون کې بستر ده او پر څېره او ښي لاس يې ټپونه ښکاري.

د انځور حقوق FB/ MubeenAnsari
Image caption یو شمېر پښتانه سندرغاړي په بوډاتوب کې ډېر د در په درۍ ژوند تېرولو ته مجبور وي

اغلې زرڅانګې له ځايي رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان له واکمنو خفه ښکاري او ددې پوښتنې په ځواب کې چې باید د پاکستان واکمن او پولیس اوس څه ورسره وکړي؟ بس دومره وايي: پاکستانه، هی توبه!.

د نوښار د ازاخېل پولیسو تاڼې چارواکي وايي، د سندرغاړې زرڅانګې له زامنو يې ټول معلومات ترلاسه کړي او د پېښې په تړاو يې پلټنې پېل کړې، خو تر اوسه یې لا د چا د نیولو خبره یې نه ده کړې.

په پښتونخوا کې ډېری سندرغاړي اکثره وخت له حکومته ګیله من وي، چې د دوی په خبره نه ټولنې او نه هم دولت نازولي دي.

یو شمېر پښتانه سندرغاړي په بوډاتوب کې له کړاوه ډک ژوند تېرولو ته مجبور وي.