BBC
 شاته

بلغاريا کې وژل شوی افغانان

د هغو دوو افغان کډوالو مړي کابل ته ورسېدل چې نژدې ۵۰ ورځې مخکې په بلغاریا کې د موټر په ټکر کې وژل شوي وو. په هغه پېښه کې ۵ افغان کډوالو ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور یې ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د دې مړو کورنۍ پر افغان حکومت د بې غورۍ تور پورې کوي چې آن نژدې یوه نیمه میاشت یې د کورنۍ دغړو مړي په بلغاریه کې پاتې شول.

خو حکومتي چارواکي وايي، د مړو پيژندو وخت ډېر ونیو او لا هم درې نور مړي په بلغاریا کې پاتې دي.