طالبان: د ملا هبت الله زوی هلمند کې ځانمرګی برید کړی
د وسله والو طالبانو ویاند بي بي سي ته وویل، دوې ورځې وړاندې د افغانستان سوېلي هلمند ولایت کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده زوی ځانمرګی کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د کوټې شورا یوې سرچینې بي بي سي ته د ملا هبت الله د زوی د ځانمرګي برید خبر تایید کړی دی.
دوې ورځې وړاندې د سوېلي هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې د دې ولسوالۍ نژدې شل پوستې یې نیولې وې.
د هلمند امنیتي چارواکو ویلي وو، اوس دا ټولې پوستې یې له طالبانو بېرته نیولې او طالبانو له ګرشک ولسوالۍ نه شاتګ کړی دی.
د هلمند د پولیسو ویاند محمد اسمعیل خپلواک بي بي سي ته وویل، د ګرشک ولسوالۍ "ادم خان" او "ابپاشک" سیمې یې بېرته له طالبانو نیولې دي.
'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۲ افغان پولیس وژلي'
د هلمند ناوې ولسوالي دولتي ځواکونو بېرته نیولې
وسله وال طالبان وايي د هلمند ځانمرګی برید دوی کړی
رپوټونه وايي چې د دغه ولسوالۍ په ځنډو کې لا اوس هم جګړې روانې دي. د سیمي خلکو ویلي چې په لسګونو کورنیو خپلې مېنې پرې ایښي او د مرکز پر لور تښتېدلي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ سرتېري هلمند ولایت کې مېشت شول. تېر کال هم د امریکا ۱۰۰ سمندري سرتېري دغه ولایت ته واستول شول.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره پای ته ورسېد، چې بیا وروسته د ناټو شاوخوا ۱۲ زره سرتېري، چې ډېری یې امریکایان دي، افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او ملاتړ لپاره د ''قاطع ماموریت'' په نامه پاتې شول.