BBC
 شاته

د ټېنس اتل راجر فېډرر پېژنئ؟

که د ټېنس مینه وال یاست نو راجر فېډرر حتما پېژنئ.

ده څو ورځې وړاندې په ټېنس کې د وېمبلډن اتلولي وګټله. دا یې رېکارډ ۸ م ځل و چې وېمبلډن يې وګاټه.

له دې سره یې د خپل اتل پيټ سامپراس رېکارډ هم ورمات کړ. په ۳۶ کلنۍ راجر فېډرر تر ټولو د ډېر عمر لوبغاړی شو چې د ټېنېس اتلولي ګتي.

دی وايي هیله من دی چې یو وار بیا به وکولی شي د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړی شي.