BBC
 شاته

"نړيواله ټولنه دې د افغانستان په سیاسي مسایلو کې بې طرف اوسي"

د انځور حقوق Atta Noor/FB
Image caption د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور د نوي سياسي ايتلاف غړی دی

د بلخ والي او په ترکيه کې د نوي جوړ شوي سیاسي ایتلاف غړي عطا محمد نور په يوه خبري ناسته کې ویلي، چې د دوی ايتلاف په نظام کې د اصلاحاتو په موخه شوی دی او همدارنګه نوموړي د افغان حکومت له نړیوالو ملګرو وغوښتل چې د افغانستان په سیاسي چارو کې بې پرې پاتې شي.

عطا محمد نور هغې ناستې ته وینا وکړه چې د افغانستان د ژغورنې ایتلاف په ملاتړ په مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه.

ښاغلی نور چې دجمعيت اسلامي ګوند اجراييه رييس او د بلخ والي دی په خپلو څرګندونو کې د حکومت او په تېره بیا د ولسمشر محمد اشرف غني پر چلند هم نیوکې وکړې.

نوموړي وويل، "خپلو نړیوالو ملګرو ته وایو چې د چا خوا دې نه نیسي. تاسو افغانستان ته د ښې حکومتولۍ، دیموکراسۍ، عدالت، سیاسي عدالت او سیاسي مشارکت، خلکو سره ښې اړیکې، د خلکو خوښي، بیارغونه او انکشاف او داسې نورو شعارونو سره راغلۍ خو ستاسو پیسې ستاسو د شعار او زموږ د خلکو د ارادې خلاف لاره کې لګول کېږي".

د انځور حقوق Atta Mohammad Noor/FB
Image caption په ترکيه کې د وروستي جوړ شوی ايتلاف غړي

ښاغلي نور چې د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف عالي شورا" په نوم ایتلاف تر جوړېدو نژدې دوه اوونۍ وروسته له ترکیې بلخ ته ستون شوی وویل، له یو شمېر سیاسي جریانونو سره تر مشورې وروسته به ډېر ژر په کابل کې په رسمي ډول د دغه ایتلاف رامنځته کېدل اعلان شي.

عطا محمد نور وويل، ځینې داسې انګېرې چې د ده او دوو نورو حکومتي مشرانو عبدالرشید دوستم او محمد محقق ایتلاف د نورو هېوادونو په اشاره جوړ شوی، خو د ده په وينا دا د دوی خپله طرحه ده او په هېچا پورې تړلي نه دي.

عطا محمد نور وايي "که حکومت اصلاح نشي، استبداد همداسې روان وي، نړیوال ملګري او شریکان ورته پام ونه ګرځوي، خلک هره ورځ ووژل شي، نو دغسې یوه حالت کې بیا له هرې وسیلې کار اخلو، او هرڅوک چې له موږ سره د خلکو ژوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړي، مرسته یې نه ردوو".

د عطا محمد نور په وينا، ښاغلي دوستم ته د ځینو محدودیتونو له امله دوی په ترکیه کې راټول شول او د ایتلاف اعلان یې وکړ.

همدارانګه ښاغلي نور کابل کې ځینې بهرني سفارتونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړل، او ویې ویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال او د نوي ایتلاف غړي عبدالرشید دوستم قضیه یوه حقوقي مساله ده خو ځینو سیاسي کړه.

ښاغلی دوستم د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي په جنسي ځورونې تورن دی.

د امریکا سفارت او کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د افغانستان له حکومت غوښتي چې د ښاغلي دوستم قضیه په جدي توګه وڅېړي. د هغه دوسیه یې په دې وروستیو ورځو کې محکمې ته استول شوې ده.

د انځور حقوق Social media
Image caption رحمت الله نبيل د افغانستان د خلکو محور په نامه د غورځنګ یو مشر غړی دی

پر افغان حکومت د نيوکو په ترڅ کې نن (۱۶ جولای) د افغانستان خلکو محور په نوم يو غورځنګ اعلان شو.

په دې نوي سياسي غورځنګ کې د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار رنګين دادفتر سپنتا او د دې هېواد د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل په ګډون د دې خوځښت د رهبرۍ شورا غړي تر ډېره د پخواني حکومت سياسي چارواکي دي.

دوی وايي د حکومت د سولې اوجنګ پروګرامونه بې اغېزې دي. د نوي اپوزسيون د رهبرۍ شورا غړی رنګين دادفتر سپنتا وايي، د "اوسني حکومت د ناکامه سياستونو له امله د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لکه چين او روسيې تر منځ اړيکي خراب شوي دي".

خو افغان حکومت بيا له خپلو سياستونو دفاع کوي. د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال د نوي اپوزسيون نيوکې ناسمې ګڼي هغه وايي د اوسني حکومت کارونه تر پخواني هغه غوره دي.

نوموړی وايي افغانستان په اقتصادي، سياسي او ديپلوماسۍ برخه کې لاسته راوړنې لري. د ده په وينا له پاکستان پرته له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي لري.