شاته

په پاکستان کې په زور د هندو نجونو د مسلمانولو پرضد مظاهري شوي

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزینو او د اهل هنود د ټولنې غړیو په زور د د هندو نجونو د مسلمانولو په خلاف مظاهرې کړې دي.

مظاهرې نه یوازې په پاکستان کې، بلکې د امریکا د نیویارک او هیسوټن د ښارونو تر څنګ د کاناډا د ټورنټو په ښار کې هم شویدي.

په زور د اهل هنود نجونو د مسلمانولو ټوله ملامتي د میا میټهو په نامه په یو مذهبی مشر اچول کیږي.

دا مظاهرې په لومړي سر کې په ټولنیزو رسنیو کې د کپیل دیف په نامه یو شخص پیل کړلې. هغه امریکا غږ ته د میاه میټهو په هکله وویل "هغه د ترهګرۍ سمبول دی. هغه پخپلې سیمې کې په زور هندوان دیته مبجبوره کوي چې مسلمانان شي. او هندوان حتی دومره جرات هم نشي کولی چې خپل غږونه پورته کړي".

د میاه میټهو اصلي نوم میا عبدالحق دی، چې د سند په ایالت کې مشهور مذهبي مشر او سیاستوال دی.

په پاکستان کې د هندو مذهب پیروان له پخوا نه په هغه دا تور لګوي چې هغو کسانو ته پناه ورکوي چې هندو جینکۍ تښتوي. دغه کسان د اتلس کالو نه کم عمره جینکۍ تښتوي، بیا یې په زور مجبوره کوي چې مسلمانې شي او وروسته بیا ورسره واده کوي.

خو پخپله میا میټهو بیا دا تورونه ردوي او وایې چې هندو نجونې پخپلې خوښې مسلمانیږي.