BBC
 شاته

د حلب جګړه کې د کلورين غازو بريد

د سوریې حکومت کلابند شوي حلب کې د کلورين يوه بريد کې د هر ډول ښکېلتيا خبره ردوي.

ملګري ملتونه د داسې پېښو په اړه د راپورونو پلټنه کوي، چې يو کس په کې وژل شوی، او ګڼ شمېر نور په کې ټپيان شوي دي.

نړيواله ټولنه وايي دا پېښه د جګړې جرمونو کچې ته رسېږي. بي بي سي له بريد وروسته په ځانګړي ډول له قربانيانو سره خبرې کړې دي.

دا راپور چې ګورئ يې له پيله يې ځينې انځورونه بوږنوونکي دي.