د هلمند له جګړو تېښته
په هلمند کې جګړه لا روانه ده. دغه ولايت ته نور تازه دمي ځواکونه رسېدلي، چې پر لښکرګاه د طالبانو د يون مخه ډب کړي.
افغان او امريکايي چارواکو ټينګار کړی، دوی به پرې نږدي چې ښار د افغان حکومت له ولکې ووځي.
خو هلمند کې د تېرې څه مودې جګړې زرګونه هلمنديان له خپلو مېنو وتو ته اړ کړي، چې اوس يې لښکرګاته پنا وروړې او د راپورنو له مخې اوس له يو بشري کړکېچ سره مخامخ دي.
چارواکو د خوړو او د څښاک اوبو د کموالي يادونه کړې ده.
اوليا اطرافی يې له کابله راپور راکوي.