BBC
 شاته

افغان لیکوال اکرم عثمان ومړ

اکرم عثمان Image copyright f
Image caption اکرم عثمان په ۱۹۹۲ کال سویډن ته ولاړ او هلته یې هم خپل قلم وچ پرې نه ښود، بلکې په شعر، ادب او هنر کې یې ډېرې لیکنې وکړې.

د افغانستان یو مشهور لیکوال محمد اکر عثمان د ۷۹ کلنۍ په عمر سویډن کې ومړ.

اکرم عثمان په ۱۳۱۶ هجري لمریز کال د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې زیږېدلی خو د نوموړي د خپلې خولې خبره ده چې ګني "نیم بلخي او نیم کابلی" دی، داسې چې پلار یې د کابل او مور یې د بلخ وه.

نوموړي د کابل استنقلال او حبیبه لېسو کې زده کړې کړې، بیا یې د کابل او تهران پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړې تر دوکتورا پورې رسولې.

اکرم عثمان څو کاله لیکوالي کړې، د افغانستان رادیو تلوېزیون کې د ادبي او ټولنیزو پروګرامونو وړاندې کوونکی پاتې شوی او یوڅه موده ددغه بنسټ د هنر او ادبیاتو د ادارې مشر هم و.

هغه په ۱۹۹۲ کال سویډن ته ولاړ او هلته یې هم خپل قلم وچ پرې نه ښود، بلکې په شعر، ادب او هنر کې یې ډېرې لیکنې وکړې.

د "فردا" په نامه یوه ادبي مجله هم د نوموړي تر څارنې لاندې چاپېده.

اکرم عثمان دوه زامن او یوه لور لري.