د سوریې پر رقه ښار د جګړې وروستی حال
د سوریې په شمال کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د رقې د زاړه ښار څو کیلو مترۍ ته ور نژدې شوي دي چې له اسلامي دولت نومې ډلې یې ونیسي.
داعش رقه د خپل خلافت مرکز بولي خو په دې وروستیو کې دغلته جګړه ډېره شوې ده.
د بي بي سي خبریال ګېبريل ګېټ هاوس او کامره من یې فرډ سکاټ ورغلل او دا ځانګړی رپوټ لري.