BBC
 شاته

پاکستان کې د ایران لوېدلې ډرون الوتکه وموندل شوه

پهپاد د انځور حقوق TASNIM
Image caption د غورځېدلې ډرون الوتکې ډوله نه دی مالوم. (د ارشیف عکس)

د پاکستان بلوچستان کې چارواکي وایي، له ایران سره پنچګور ولسوالۍ کې یې غورځېدلې بې پیلوټه الوتکه وموندله.

کوټه کې چارواکي وایي، د الوتکې سټه یې د پنجګور په پروم سیمه کې موندلې ده.

د دوی په خبره، دا الوتکه ایران جوړه ده او کله یې چې د پاکستان د سرحدي پولو خلاف ورزي وکړه، نو پاکستاني جېټ الوتکو وغورځوله.

دوی دا هم وایي، چې د دې الوتکې پاتې شوې کومې نژدې تاڼې ته لېږدول غواړي.

د الوتکې غورځولو په تړاو تراوسه ایراني چارواکو سره اړیکه نه ده نیول شوې او نه هم تهران په دې تړاو څه ویلي دي.

د بلوچستان پنځه ولسوالۍ چاغي، واشک، پنجګور، کېچ او ګوادر له ایران سره پر پوله پرتې دي.

Image caption د هغې سیمې نقشه چې ډرون الوتکه په کې غورځېدلې ده.

کله کله ایران دغو ولسوالیو ته راکټ لنچر او هوان ګولۍ هم توغوي.

څو ورځې مخکې پنجګور کې د ایران له خوا توغول شوې ګولۍ پر موټر ولګېده او یو کس یې وواژه.

دا په ۲۴ ساعتونو کې دویمه ایرانۍ ډرون الوتکه ده، چې غورځول کېږي.

له دې مخکې امریکا ویلي، چې سوریه کې یې ایران جوړه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.

چارواکي وايي، دا الوتکه په سیمه کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو ته ګواښ وه.