BBC
 شاته

غويي لوبې ۱۰۰ کلونو کې فرانسه کې لومړنی کس وواژه

غویی لوبه د انځور حقوق EPA
Image caption لوبغاړی باید د ټاکلې مودې لپاره غویی د سره رنګي ټکر په خوځولو وغولوي او ځان خوندي وساتي.

د فرانسې سوېل لوېدیځ ته د غويي لوبې سیالۍ کې یو اسپانیايي ماتادور، غويي سره د سیالۍ لوبغاړی ووژل شو.

دغه لوبه کې لوبغاړی له ځانګړو کالیو سره ډګر کې د یوه قهرېدلي غويي پر وړاندې درېږي او غويی دې ته هڅوي چې پر ده برید وکړي. دی باید د ټاکلې مودې لپاره غویی د سره رنګي ټوکر په خوځولو وغولوي او ځان خوندي وساتي.

په سیالۍ کې د ۳۶ کلن فاندینو پښې په خپل چپن کې ونښتې او پر ځمکه ولوېد چې غويي په ښکر وواهه.

فرانسوۍ رسنۍ وايي، چې نوموړی سږو، ځیګر ته لګېدلی و او روغتون ته پر لار د زړه حمله پر راغله او مړ شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption فاندینو تر دې پخوا هم غويي لوبه کې ژوبل شوی و.

د رپوټ له مخې فاندینو، تېره یوه پېړۍ کې لومړنی کس دی چې فرانسه کې د غويي لوبې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه داسې انځورونه خپاره شوي چې له مرګ مخکې په هوش دی، خو سخته وینه ترې بهېږي.

د تېر کال جولای کې ۲۹ کلن ویکتور باریو لومړنی غويی لوبغاړی و، چې تېرو ۳۰ کلونو کې په اسپانیا کې د غويي برید له امله ور پېښو ټپونو مړ کړ.

د غويي لوبې مخالفان دا سیالۍ څاروي ډوله بولي، خو ملاتړي یې لرغونی هنري دود بولي.

فرانسه کې غویی لوبه پر ۲۰۱۲ کال او له هغه وروسته قانوني وبلل شوه چې قانون جوړوونکې جرګه ګۍ یې د بندیز لګولو لپار د څارویو ملاتړ ادارو غوښتنه رد کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د قهریدلي غويي د پام اړولو لپاره په ډګر کې مرسته کوونکي هم برخه اخلي.
د انځور حقوق EPA

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې هر کال له زرو ډېر غویان د دغه هېواد په غويي لوبه کې وژل کېږي.

که څه هم د غويي لوبې رېښه اسپانیا ته رسېږي، خو فرانسه کې یې دود ۱۵۰ کاله تاریخ لري.