شاته

په ناوې ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال وژل شویدي

د هلمند امنیتي مقامات وايي چي د ناوې ولسوالۍ محاصره ماته شوې او هغه سل ګونه وسله وال برید کونکې يې پر شاه تمبولي چي د دې ولسوالۍ د سقوط لپاره يې تیره شپه ډله ییز بریدونه کړي وو .

چارواکي زیاته وي چي اوس په یاده ولسوالۍ کې پو د لټون عملیات دوام لري .

د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه وايي چي سل ګونه وسله والو چي بهرني اتباع هم پکښې شامل وو د ولسوالۍ پر ودانۍ بریدونه وکړل چي د لږ وخت لپاره يې د ولسوال دفتر هم ونیوهخو د تازه دمو قواوو په رسیدو سره يې وسله وال د ولسوالۍ له مرکز څخه بیرته پر شاه کړه او درانه تلفات يې ور واړول .

د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي په ناوې ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترځ کې ۵۴ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپي شوي .

ښاغلي ځواک د ۱۱ تنو افغان سرتیرو د ټپي کيدو تائید وکړ خو یوې بلي معتبري سرچیني اشنا رادیو ته د ۱۳ سرتیرو د وژل کیدو خبر هم تائید کړ .

بلخوا نن سهار د ناوې په څنګ لوري ګرمسیر ولسوالۍ کې هم د صفار او لکړۍ سیمي دوسلوالو تر سختو بریدونو لاندي وې چي امنيتي چارواکي وايي چي دا سیمي لاهم د دوی تر ولکې لاندي دي .

په هلمند کې د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قومندان جنرال عبدالحیکم انګار وايي چي د یوه ستر پوځي قوت په مټ غواړي چي پر یوه وخت د لښکرګاه په ختیځ کي د عمومي لاري د خلاصون او د ښار په شمالي څنډو چاانجنیر او ځینو نورو سیمو کې څپونکې پوځي عملیات پيل کړي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چي هلمند کي پیاوړی نظامي قوت ځای پر ځای شوي چي د وروستيو پېښ شویو تهدیاتو د لمنځه وړلو عملیات په پيل کړي .

خو د ناوې ولسوالۍ د جګړې په لمړۍ کرښه جنګیدونکې افغان سرتیري بیاهم د اکمالیدو غوښتنه لري .

دوی زیاته وي چي که مهمات پروخت ور ورسیږي افغان ځواکونه کولای شي چي لوړ تهدیدات هم په اسانی لمنځه یوسي.

د لښکرګاه – کندهار لویه لار

د هلمند ولایتي مقامات وايي چي د لښکرګاه – کندهار د عمومي لاري پر سر د امنیتي پوستو د تحکیماتو بهیر پيل شوي او نظامي قواوي د نن سهار راهیسي پر دې لار له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته اوښتي خو دلاري پر سر د ښخ شویو ماینونو لمنځه وړل وخت ته اړتیا لري .

یاده لار نن د ۸ ورځي لپاره هم د عامو ترافیکو پر مخ تړلې وه .

بلخوا په افغانستان کي د ناټو د قاطع ماموریت ویاند ډګروال میکل لاهاورن وايي چي افغان ځواکونه په هلمند کې د حالاتو د کابو کولو ووړتیالري .

نوموړي په هلمند کې له افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ په اړه زیاته کړې چي په تیرو ۲ اونیو کې يې په هلمند کې پنځويشت بریدونه ترسره کړي دي .

وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ د تیري شپې د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې .