هلمندد ناوې ولسوالۍ پرمرکز د طالبانو برید په شا تمبول شوی
د هلمند ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ ته په وخت د تازه دمو افغان ځواکونو د رسیدلو وروسته د ولسوالۍ پرمرکز د طالب وسله والو برید په شا تمبول شوی دی.
د هلمند د ولایت د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره ماښام طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ پر مرکز باندې بریدونه پیل کړل چې په پایله کې د ولسوال دفتر د هغوی لا س ته ورغی ، خو کله چې طالب وسله والو د امنیې قوماندانۍ او د ملي امنیت د دفترونو د نیولو لپاره جګړه پیل کړه، سیمې ته تازه دم افغان ځواکونه ورسیدل چې ورسره د ولسوالۍ په مرکز باندې د وسله والو طالبانو برید په شا ووهل شو.
د ناوې ولسوال وویل، چې د تیرې شپې په جګړه وسله والو طالبانو ته د سر درون زیان رسیدلی چې لا هم د جګړې په ډګر کې د هغوی ۴۵ مړي پراته دي.
ولسوال اقا محمد تکړه په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر د زیان په هکله وویل، چې ترشلو پورې د افغان ځواکونو منسوبینو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.
خو هغه دا ونه ویل چې څوتنه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د امریکا غږ خبریال د افغان امنیتي ځواکونود یوې سرچینې د معلوماتو له مخې وایي، چې د نادعلي د ولسوالۍ د جګړې په بله کرښه کې تراوسه کوم بدلون نه دی راغلی، افغان او طالب وسله وال د چاانجیر په سیمه کې په خپلو سنګرونو کې ناست دي.
د چاانجیر په سیمه کې د روانو جګړو له امله د لښکرګاه – ګرشک لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ د اومې ورځې لپاره تړلې ده.
طالب وسله والو د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواوکونو پر وړاندې د سه شنبې د ورځې د پرمختګونو په لړ کې تیر ماښام د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د ولسوال دفتر هم له افغان امنیتي ځواکونو ونیو.
طالبانو د ناوې د تازه جګړو په هکله تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د هلمند په ولایت کې د طالبانو د تازه جګړو اوپرمختګونو وروسته د دغه ولایت اوسیدونکي د طالب وسله والو لاسونو ته د هلمند د ورتللو په هکله اندیښنه ښودلې ده.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د جګړو د پراخیدلو لامل ګڼي.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو چارواکي د طالب وسله والو له خوا د هلمند د ولایت د نیولو په هکله اندیښنې بې ځایه بللي دي.
د قاطع ماموریت یو ویاند ډګروال میکل لاهاورن امریکا غږ ته ویلي، چې افغان ځواکونه په دغه ولایت کې د حالاتو د کابو کولو وړتیا لري.
هغه وویل، چې امریکایي ځواکونو په هلمند کې د طالب وسله والو د ځپلو لپاره په تیرو دوو اونیو کې پنځویشت هوایي بریدونه ترسره کړي دي.