BBC
 شاته

د عسکونو البوم: د ځمکې او اسمان په منځ کې د واده مراسم

د اګست نهمه په چین کې د میینانو ورځې په توګه لمانځله کېږي او په همدې مناسبت یوه مېړه او مېرمنې یې پرېکړه وکړه، چې د نوي ګډ ژوند پیل د ځمکې او اسمان تر منځ له یوه لوړه ځایه پیل کړي.

دغې جوړې د خپل واده مراسم هنان ایالت کې مراسم د شینیوژای ښیښي پله له سره پیل کړل.

د چین رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې سره له دې چې دوی له ځمکې ۱۸۰ متر لوړ ځوړوند وو، خو زوم او ناوې دواړو د کامرې پر وړاندې خندل.

دا وروستیو کې چین کې له ښېښې جوړو پلونو ته د ډېرو سیلانیانو پام اوښتی.

څو اونۍ مخکې د همدې پله پر سر پنځو نورو جوړو هم ودونه کړي وو، خو هغوی د پله او ځمکې تر منځ ځوړند نه وو، بلکې د پله پر غولي یې د ګډ ژوند لومړی ګام اخیستی و.

Image copyright