شاته

لشګرګاه د سقوط په درشل کې

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل وایي د هغه ولایت په شاوخوا سیمو کې د اونیو درنو جګړو نه وروسته، لشکرګاه په پوره توګه د طالبانو لخوا کلابند شوی دی او د اردو او پولیسو امنیتي پوستې په دې هدف د خپلو پوستو نه عقب نشیني کړې ده چې د ښار دفاعي کمربند قوي کړي.

ښاغلي اتل وویل که محاصره شوی ښار د مرکزي حکومت نه ملاتړ ترلاسه نه کړي نو کیدی شي هلمند ډیر ژر سقوط وکړي.

اوس مهال جمهور رئیس اشرف غني او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن داسی څرګنده کړې چې بل هیڅ ښار به د وسله والو مخالفینو لاس ته ورنشي.

عبدالجبار قهرمان چې څه موده مخکې د هلمند اوپراتیفي قوماندان معرفي شوای او اوس یې خپله دنده پریښي ده اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل د هلمند د ناامنۍ یو عمده علت په دې ولایت کې د قول اردو د قوماندان کمزوره مدیریت دی.

ښاغلي قهرمان زیاته کړه چې نه طالبان دومره قوت لري چې هلمند نا امنه کړي او نه د افغانستان امنیتي ځواکونه دومره کمزورې دي چې د ناامنیو اجازه ورکړي.

د ښاغلي قهرمان سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.

اکثره په دې باور دي چې د هلمند د امنیت په ټینګښت او د طالبانو د بریدونو د مخنوي لپاره د امریکایي ځواکونو هوایي بمبارد ډیر ګټور تمامیږي.

د هلمند د مهاجرینو ریاست وایي تراوسه د جګړو له امله شاوخوا ۳ زره خلک بی ځایه شوي او مرستندویان ورته د نا امنۍ له امله کمک نشي رسولې.