شاته

په عراق کې غبرګو چاودنو ۲۴ تنه ووژل

د عراق په پلازمینه بغداد کې د سه شنبې په ورځ ( مۍ ۳۱) دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۴ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

لومړنۍ چاودنه د بغداد د کرادا په مزدحمه سیمه کې د ایسکریمو یوې مشهورې هټۍ ته نژدې وشوه چې ۱۵ تنه يې ووژل. د داعش ډلې د دغه برید مسولیت واخیست.

تر لومړنۍ چاودنې څو ساعتونه وروسته د بغداد د شواکه په سیمه کې یوه بله چاودنه وشوه او لږ تر لږه ۹ کسان یې ووژل. دا په بغداد کې د روژې د میاشتې له پیل را وروسته لومړنۍ چاودنې دي.

د دویمې چاودنې مسولیت تراوسه چا نه دی اخیستی. د بغداد د کرادا په سیمه کې تېرکال هم د داعش جګړه مارانو له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر والوزه او شاوخوا ۳۰۰ کسان یې ووژل.

دا چاودنې داسې مهال کیږي چې د داعش ترهگرۍ ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې سیمې له لاسه ورکړې دي. دغلته د امریکايي ځواکونو له ملاتړه برخمن عراقي ځواکونه د داعش پر ضد جنګ کوي.

د عراق د موصل ښار د داعش ډلې اصلي مرکز بلل کیږي چې له څو میاشتو راهېسې یې عراقي ځواکونو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

Facebook Forum