BBC
 شاته

له فرانسوۍ پېغلې د ' برید پلان ' په تړاو پوښتنې شوې

Image copyright Reuters
Image caption امنیتي ځواکونو هغه د پاریس لوېدیځ کې له خپله کوره ونیوله، خو وايي د نوموړې له کوره یې کوم چاودیدونکي توکي نه دي موندلي

فرانسوي چارواکي وايي یوې ۱۶ کلنې نجلۍ نه یې د 'ټیلیګرام' کارولو له لارې د جهادي برید پلانولو په تړاو پوښتنې کړې.

دغه نجلۍ پاریس ته نژدې خپل کور کې نیول شوې ده.

له دې مخکې د دغې نجلۍ کوم جرمي ریکارډ له پولیسو سره ثبت نه دی.

ویل کېږي، چې دا پر انټرنېټ د پیغام لېږدولو پروګرام شوي اپلیکشن چلونکې وه او د بریدونو لپاره یې پر نورو غږ کاوه.

دغه اپلیکیشن هغه بریدګر کارولی، چې تېره میاشت یې پاریس کې یو پادري وواژه.

دغه نجلۍ چې د سې شنبې په ورځ ونیوله شوه، د څارګرو ادارو لخوا د ټولنیزو ویبپاڼو څارنې پر بنسټ نیوله شوې.

د لا پاریسین نومي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې څارګرو په یوه انټرنېټي پیغام کې د اسلامي دولت نومي ډلې په اړه د خبرو، ویډیوګانو او بریدونو غوښتنې له لیدو وروسته دغې موضوع ته پام واوښت، چې لسګونو کسانو وايي دغه پیغام لوستی و.

چارواکو وویل د دغې ډلې مشره یوه ۱۶ کلنه پیغله ده، چې د لیسې زده کونکې ده.

یوې سرچینې اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي: '' هغې د اسلامي دولت نومي ډلې ځینې پیغامونه نورو ته وړاندې کړي چې د بریدونو غوښتنه پکې شوې او دغه راز یې خپله هم ورته غوښتنه کړې.''

Image copyright AFP

امنیتي ځواکونو هغه د پاریس لوېدیځ کې له خپله کوره ونیوله، خو وايي د نوموړې له کوره یې کوم چاودیدونکي توکي نه دي موندلي.

د څارنوال مرستیالې لاوور ویرمیرسش په خبره، دغه نجلۍ ( خورا سخته دریځې ) شوې او د انلاین خبرو د هغه ګروپ مشره وه، چې اسلامي دولت نومي ډلې پروپاګند ته ځانګړی شوی و.

مرستیاله څارنواله وايي دغې نجلې چې نوم یې نه دی یاد شوی، کوم ځانګړی هدف په پام کې نه درلود.

د جولای په ۲۶ مه په سینت اتینی دو روورې کې دوه ۱۹ کلن زلمي یوې کلیسا ته ننوتل او د پولیسو لخوا یې له وژل کېدو مخکې د دغې کلیسا د سپین ږيري پادري مرۍ پرې کړه.

ویل کېږي له دغو ځوانانو نه یوه پر ټیلیګرام د یوه برید کولو لپاره هوډ څرګند کړی و. پاریس کې د تېر نومبر میاشتې له برید وروسته، چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول فرانسه کې بېړنیز حالت پلي شوی دی.

په سویلي نیس ښار کې له هغه بریده وروسته، چې د یوې لارۍ ډرېور ۸۵ کسان تر خپل ګاډي لاندې کړل او ویې وژل دغه بېړنیز حالت د پارلمان لخوا د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.