BBC
 شاته

جنرال عبدالرشيد دوستم ترکيې ته ولاړ

يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ويلي چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې د جنبش اسلامي ګوند مشر هم دی نن شپه له کابله ترکيې ته روانېږي.

د دغې سرچينې په وينا جنرال دوستم د درملنې په موخه ترکيې ته ځي او لا نه ده معلومه چې په دغه هېواد کې به څومره وخت پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د جوزجان ولایت پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی.

د افغانستان لویې څارنوالي د احمد ایشچي د قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی، خو کله چې د تېرې کب میاشتې په لومړیو کې نوموړی خپل دفتر ته لاړ، په سبا یې د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره شول.

خو وروسته بیا ښاغلي دوستم دا رد کړه چې ګواکې د هغه د کور مخې ته دې پوځیان ځای پر ځای شوي وي او هغه یې د رسنیو تبلیغات وبلل.

د ښاغلي ایشچې تر قضیې وروسته د ډېرو خلکو پام دې ته اوښتی چې ښاغلي دوستم چېرې اوسېږي او کوم ځای ته سفر کوي.

خو ښاغلي دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې هغه د شکرې ناروغي لري او ترکیې ته کله نا کله د درملنې لپاره ځي.