شاته

عربستان: د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې ځانمرګى بريد شوى

يوه ځان وژونکي د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا له قونسلګرۍ بهر ځان منفجر کړى دى.

په دغه بريد کې چې نن شوى، يوازې بريدکوونکى وژل شوى او د سعودي عربستان دوه پوليس افسران ټپيان شوي دي.

په ٢٠٠٤م کال د القاعده سخت دريځو وسلوالو په جده ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او د دې ډيپلوماتيک مرکز پنځه کارکوونکي يې وژلي وو، چې د سعودي اتباع وو.

هغه وخت د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو سره په ځوابي ډزو څلور وسلوال کسان وژل شوي وو.