کشمير کې د هندي پوځیانو پر اډه ډله ییز برید شوی
د هند پوځي چارواکي وايي، په کشمير کې یې له پاکستان سره د (کنټرول کرښې) پر یوه پوځي اډه ډله ییز برید شوی چې له امله یې د یوه افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي.
برید (پنجنشبه د اپرېل ۲۷مه) څاښت مهال له پاکستان سره پر پوله د کپواره په سیمه کې رامنځته شوې ده.
کشمیر کې امنیتي ځواکونو دوه لاریون کوونکي په ډزو وژلي
کشمیر: هندي پوځیان واورو لاندې کړي، ۱۴ وژل شوي دي
په کشمير کې د هندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیا وايي، په ځوابي برید کې یې دوه بریدګر هم وژلي، خو د بریدګرو د کره شمېر خبره یې نه ده کړې.
دغه برید د اپرېل په ۲۴مه په سرینګر کې د هند د پوځي چارواکو له یوې (سترې) ناستې دوه ورځې وروسته تر سره کېږي.
په ناسته کې هندي پوځیانو له پاکستان سره پر (کنټرول کرښه) د امنیتي تدابیرو د ډېروالي په اړه خبرې اترې کړي وې.
تر اوسه پورې کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی هندي چارواکو هم نه دي ویلي چې برید د دوی په وینا د پاکستان له ملاتړه برخمنو سختدریځو ځايي وسله والو کړی او که کوم بل چا؟.