"ننګرهار او غزني کې ۳۲ داعش او طالب وسله وال وژل شوي"
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د شنبې په ورځ (اسد/زمري ۱۶مه) د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین او سوېلي ولایت غزني کې په اندړو ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې او طالبانو ۳۲ غړي وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۱ وژل شوي کسان د داعش ډلې اورپکي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ۱۳ نور وسله وال په دغو عملیاتو کې په ننګرهار کې ټپیان شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش څو پټنځایونه لمنځه وړل شي او یوه اندازه سپکه او درنه وسله د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلې ده.
دغه وزارت همداراز ویلي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي چې د قاري دوست او محمود په نوم پکې دوه تنه ددې ډلې قومندانان دي او درې نور غړي یې ټپیان شوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په اندړو کې د طالبانو وژل شویو غړو ددې ولسوالۍ په ناامنۍ کې مهمه ونډه لرله.
طالبانو او داعش لا په دې اړه څه نه دي ویلي.