ولسمشر غني د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار سره وکتل
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه په ارګ کې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت له سلاکار "اچ، ار" مکمسټر سره وکتل.
د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند، شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې دواړو افغانستان او سیمه کې له ترورېزم سره پر مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق په ګډون، پر یو لړ مهمو مسئلو خبرې کړې دي.
شاه حسین مرتضوي وویل:
"پهدې ليدنه کې پر امنیت، له ترورېزم سره پر مبارزې، د دوه اړخېزو اړیکو پراختیا او سیمه ییزو مسایلو تمرکز وشو."
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت مبارزه وستایله.
کابل کې د امریکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې ښاغلي مکمسټر له ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې د "تروریستي ډلو پر ضد پرګډې مبارزې" خبرې کړې دي.