فرانسه: اور د زوکړې کلیزه کې ۱۳ تنه ووژل
د فرانسې په شمالي روان ښار کې د زیږېدنې کلیزه کې اورلګېدو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي. اور نیمه شپه د څښاک خرڅلاوځي په تاکاوا کې لګېدلی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینو ویلي، پښه د کیوبا لایبر په نامه یوه څښاکځي کې د شنبې پر شپه رامنځ ته شوې ده.
د اور مهارولو لپاره تر ۵۰ ډېر اور وژونکي ورغوښتل شوي دي.
رپوټونه وايي، اور له هغو شمو بل شوی، چې د زوکړې ورځې د لمانځلو پرمهال د کېک پر سر بلې شوې وې.
د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.
د ډېری قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.
روان ښار د فرانسې په شمالي نرماندي کې پروت دی. دا ښار څو ورځې وړاندې خاورو ته د هغه یوه راهب د سپارلو شاهد و، چې د داعش اړوندو وسله والو په یوه کلیسا کې وواژه.
په وروستیو کلونو کې فرانسه کې بریدونه ډېر شوي دي. د تېرې جولای میاشتې پر ۱۴مه، د فرانسې نیس ښار کې خونړي برید لږترلږه ۸۴ کسان ووژل، چې پړه یې 'اسلامي دولت' نومې ډلې پرغاړه واخیسته.