BBC
 شاته

هند: وسله والو له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې په ډزو ۱۳ کسان وژلي

Image copyright
Image caption کوکراجار سیمه کې له دې مخکې هم خونړي بریدونه شوي دي

هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ اسام ایالت کې وسله والو له ګڼې ګوڼې یوه ډک بازار کې ډزې کړې دي، چې پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي د کوکراجار سیمې دغه برید د ' نیشنل بودو فرنټ ' نومي سازمان وسله والو کړی.

رپوټونه وايي د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې یو برید ګر هم وژل شوی دی.

دغه سازمان له اسام ایالت نه د بودو توکم لپاره د یوه بېل ټاټوبي بېلتون غوښتنه کوي. د ځايي پولیسو یو مشر مکېش سهای وايي:

'' بریدګرو له خلکو ډک بازار کې ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول، چې له کبله یې ګڼ ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.''

هغه وايي امنیتي ځواکونو یو بریدګر وواژه او د پنځو نورو موندلو لپاره لټون کوي، چې تښتېدلي دي. پېښه کې یو شمېر کورونو او هټیو ته هم زیان اوښتی.

د دغې ډلې وسله والو ۲۰۱۴ کال کې په کوکراجار او سونیتپور سیمو کې ۶۲ کسان وژلي وو. دغه توکم اوس یوه خپلواکه شورا لري، چې د دغه توکم یو ګوند بودولنډ پیپلز فرنټ یې اداره کوي.

دغه شورا د ۳۰۰۰ کلیو قبایلي اوسېدونکو ته په خپله سیمه کې د پام وړ واک ورکړی.

اسام کې یو شمېر وسله والې توکمیزې ډلې له حکومت سره د نیمې یا بشپړې خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره جګړه کوي.