امريکايي سناتورانو انتخاباتو کې د روسيي پر لاسوهنې بحثونه وکړل
امريکايي سناتورانو د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه جدي بحثونه وکړل.
جمهوريپال سناتور ريچار بُر Richard Burr د مشرانو جرګې پرونۍ استماعيه غونډې ته وويل: روسيې په انټرنټي حملې او پروپاګند سره امريکا په نښه کړې ده:
"زموږ ټولنه د روسيې د معلوماتي، تبليغاتي او سايبري کمپاينونو د جنګ په لړ کې په نښه شوې ده- اوس هم دا وضعيت روان دى. زموږ کارپوهان د روسيې هڅه چې کمه شوې نهده، نن تشريح کوي. د نننۍ استماعيه غونډې نتيجه دا ده، موږ ټول د پېچلي او ځواکمن دښمن لهخوا په نښه شوي يو، د دولت په سطحه بايد د روسيې د فعالو اقداماتو په وړاندې مبارزه وکړو."
پرونۍ استماعيه غونډه د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې لهخوا رابلل شوې وه.
د امريکا استخباراتي سازمانونو په جنورۍ مياشت کې په خپل راپور کې ويلي وو چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تبليغاتي او سايبري يا انټرنټي حملو له لارې د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د مداخلې امر صادر کړى و.
ظاهراً د دې مداخلې هدف د هغو انتخاباتو پر نتيجه اغېز لرل ښوول شوي دي، خو روسيه دغه تورونه ردوي.