BBC
 شاته

کرېکټ: افغانستان 'ګایمرجنګ' کپ سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Afghanistan Cricket Board
Image caption ټاکل شوې چې افغان الف لوبډله به خپله راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او هند لوبډلو سره وکړي.

افغان لوبډله له ايرلنډ سره څرنگه ولوبېده؟

د زمبابوې په سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبه څرنگه وه؟

د افغانستان کریکټ الف ملي لوبډله د رادبره کېدونکو یا ګایمرجنګ ' کپ سیالیو په خپلې لومړۍ لوبې کې مالیزیايي لوبډلې ته په ۱۵۵ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې چې په تاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۸۵ منډې هدف کېښود.

د افغانستان له لوري احسان الله ښه لوبه وکړه او دوو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

منیر احمد ۹۰ او نجیب ځدارڼ ۳۳ منډې وکړې.

خو د مالیزیا لوبډلې ته دا منډې ډېرې زیاتې وې. او ټول لوبغاړي یې د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

ټاکل شوې چې افغان الف لوبډله به خپله راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او هند لوبډلو سره وکړي.

د انځور حقوق Afghan Cricket Board
Image caption د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د مارچ پر ۲۴مه، په ۴۸ اور کې د ایرلنډ لوبډلې ۲۳۰ هدف پوره کړ او د پنځوس اوره سیالیو لړۍ یې وګټله.

کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ

کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ