شاته

جيف شيل په مسکو کې د پولیسو له خوا نیول شوی و

د امریکا د نړيوالو نشراتو د ريسه هيئت مشر جيف شيل په مسکو کې د پولیسو له خوا نیول شوی. ده غوښتل روسيې ته ولاړ شي خو پر ويزه درلودو سربېره ورته دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

شيل چې د همدا راز د اين بي سي يونيورسل د یوې برخې مشر دی، د روسيې د امنيتي افسرانو له خوا نن هغه مهال ونیول شو چې له پراګه يې مسکو ته سفر کاوه.

شيل د څو ساعتو لپاره بندي کړای شو او وروسته د مسکو پر ځايي وخت پنځه بجې د امسټرډام په الوتکه کې کښېنول شو. دا خبرې شیل نیويارک ټایمز ته کړي.

شيل ويلي، د امنيتي افسرانو له خوا ورته وويل شول چې ورباندې د ټول عمر لپاره روسيې ته پر تګ بنديز لګېدلی دی.

د بي بي جي چارواکو په مسکو کې نن له امریکايي سفير سره وکتل چې په دې اړه ورسره خبرې وکړي. دوی په دې اړه د چټکې مرستې لپاره د سفير او د بهرنیو چارو وزارت ستاينه وکړه.

روسيې ته له ننوتلو څخه د شيل مخنیوی د امریکا او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو ترينګلتيا ښيي چې په نتيجه کې يې په دې وروستیو کې په دواړو هېوادونو کې د ډیپلوماټانو د ايستلو راايستلو لړۍ پيل شوې ده.

بي بي جي د امريکا غير نظامي خپرونې پر مخ وړي چې په کې د آزادي راډيو روسي څانګې دفتر هم شامل دی.