BBC
 شاته

انټرپول: د لسګونو میلیونو ډالرو غلا مشکوک 'ټګان' مو نیولي

Image copyright

نایجریا کې هغه سړی نیول شوی، چې د نړۍ لر او بر کې یې زرګونو انټرنېټي ټګیو برګیو کې لاس درلود.

انټرپول ( نړیوال پولیس ) وايي دغه سړی سویلي ساحلي ښار هارکورټ کې نیول شوی دی.

دوی وايي دغه ۴۰ کلن سړی په مایک مشهور و او د ۴۰ کسیزې شبکې مشري یې کوله په ټوله نړۍ کې یې د ۶۰ میلیونو ډالرو ټګۍ برګۍ کې لاس درلود.

دوی د مینې او جوړ جاړي په نوم د یوه ویروس له لارې سیسټمونه هکول.

د نایجریا فساد ضد ادارې هم د نوموړي سړي په نیولو کې لاس درلود.

د انټرپول چارواکي وايي دغو کسان یو ځلې یو څوک اړ کړي، چې ۱۵ اعشاریه څلور میلیونه ډالره ورکړي.

مایک په چین، اروپا او او مریکا کې د پېسو سپینولو یوه شبکه هم درلوده.

د دغې شبکې کسانو به هند، استرالیا، سویلي افریقا، کاناډا، رومانیا، تایلنډ او امریکا کې د کوچنیو او متوسطو کاروباریانو اکاونټونو ته لاره موندله.

پر مایک او ملګري يې د هکولو، دسیسې او له نامشروع لارې د پېسو تر لاسه کولو تورونه پورې شوي دي.

د انټرپول لخوا په خپرې شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د څېړنو بشپړېدو تر مهاله دوی د ضمانت په بدل کې خوشي شوي دي.