شاته

د داعش په بریدونو کې د سوریې ۲۰ جنګیالي‌ او ملاتړي وژل شوي- څار ډله

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې د اسلامي دولت (داعش) جګړه مارانو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (حمل۳۰) د دمشق تر کنترول لاندې سیمو کې په دوو جلا بریدونو کې د سوریې د پوځ او ملاتړو جنګیالیو ۲۰ غړي وژلي دي.

دا ډله وايي چې په وژل شویو کې یې ۱۶ د سوریې د رژیم عسکر دي او نور یې ملاتړي‌ جنیګالي دي. دوی د حمص په ایالت کې وژل شوي دي‌ چې د قدس لوا غړي هم په کې دي.

د څار ډلې په وینا د قدس لوا له فلسطیني جنګیالیو جوړه ده چې په دې وروستیو کلونو کې د سوریې نژدې ملګرې روسیې ورسره مرسته کوله.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار مېشته ډله وايي چې د سوریې څلور نور جنګیالي د ابوالکرم په سیمه کې وژل شوي‌ او بریدګرو یې دوه تنه یې ژوندي نیولي‌ دي.

د سوریې حکومت لا په رسمي ډول د دغه راپور په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د مارچ په میاشت کې د داعش ډلې له یو برید وروسته د سوریې اته سرتېري ووژل. څو ورځې مخکې یې په یو برید کې ۱۴ جنګیالي وژلي وو.

سوریې په ۲۰۱۴ کال په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې نیولې وې او خپل تش په نوم خلافت یې په کې اعلان کړی و.

سره له دې چې د داعش ډله په عراق او سوریې کې وځپل شوه او خلافت یې نسکور شو، پاتې شوي جګړه ماران یې لا هم دغلته فعال دي‌ او وخت ناوخت بریدونه کوي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس، په سوریې کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې له پیل شوې جګړې راهېسې څه باندې نیم میلیون خلک وژل شوي دي او تر یو میلیون زیات نور بې ځایه شوي‌دي.

فورم \ دبحث خونه