شاته

امریکا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه ویتو کړه

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸(حمل۳۰) د امنیت په شورا کې په ملګرو ملتونو کې فلسطین ته د بشپړ غړیتوب ورکولو غوښتنه رد او ویتو کړه.

دولسو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې فلسطین ته د بشپړ غړیتوب ورکولو غوښتنې ته مثبته رایه ورکړې وه. بریتانیا او سویزرلنډ ممتنع رایې ورکړې وې.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عبادس دفتر د امریکا دا اقدام «ښکاره تېری» بللی او ویلي‌ چې دا «زموږ د خلکو د نسل وژنې د جګړې د دوام هڅوونه ده...چې سیمه نوره هم» ستونزو کې ډوبوي. فلسطین دا مهال په ملګرو ملتونو کې څارونکی غړی دی.

د امریکا له لوري تر ویتو مخکې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي زید ابو عمر ویلي وو چې فلسطین ته د غړیتوب ورکول به «د تاریخي بې عدالتیو یوه برخه چې د فلسطین نسلونه ورسره مخامخ دي، لېرې» کړي.

واشنګټن ویلي‌ دي چې ملګري ملتونه د فلسطین د دغې غوښتنې په اړه د بحث ځای نه دی او باید په دې مسئلې باندې د اسرائیل سره د خبرو په مهال بحث وشي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ له ویتو څخه وروسته وویل: «امریکا د دوو دولتونو حل په کلکه حمایت کوي. دا رایه (ویتو) د فلسطینیانو دولتدارۍ سره مخالفت نه دی، بلکې دا یو اعتراف دی چې په دې مسئلې باندې د دخېلو غاړو ترمنځ‌ خبرو کې بحث وشي.»

په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل استازي ګیلاد ایردن د امنیت شورا دا اقدام هم وغنده چې ولې یې دا مسئله وارزوله او هغه یې «غیر اخلاقي» وبلله. اسرائيل د دوو دولتونو (فلسطین او اسرائیل) د حل له لارې سره مخالف دی.

د امریکا د قانون په اساس واشنګټن باید د هغو ټولو ادارو سره مرستې بندې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو لپاره غړیتوب غواړي.

فلسطین باید د امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې څخه نهه مثبتې رایې ترلاسه کړي چې غړی شي. فلسطین له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا د ملګرو ملتونو ناظر غړی دی. هر هېواد چې د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه کوي، باید تر هر څه مخکې د امنیت شورا او بیا د عمومي مجمع منظوري ترلاسه کړي.

فلسطینیانو په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه وکړه او د غزې له روانې جګړې وروسته یې بیا دا غوښتنه تازه کړه، د امنیت شورا د دغې غوښتنې د رسمي کتنې بهیر پیل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه