شاته

هند کې عام انتخابات د جمعې په ورځ شروع کېږي

د هندوستان د نوي حکومت غور کولو دپاره عام انتخابات د جمعې په ورځ شروع کېږي چې قریباً یو بېلین خلک په کې د ووټ ورکولواهلیت لري او موجوده وزیراعظم نرندره مودي په انتخاباتو کې د وزیراعظمۍ د دریمې دورې امیدوار دی.

د پارلېمنټ د مجموعي ۵۴۵ چوکیو څخه د ۵۴۳ چوکیو دپاره ووټونه به په اووه پړاونو کې د جون د میاشت د وړمبۍ نېټې پورې دوام لري. ووټونه به د جون په څلورمه نېټه شمارل کېږي.

په انتخاباتو کې د مودي بهارتیا جنتا پارټي او د کانګرس پارټۍ په مشرۍ کې د مختلفو ګوندونو سیاسي اتحاد د یو بل سره مخامخ دي. دغه اتحاد د مودي مخه نیول دپاره جوړ شوی دی. مودي د نورو امیدوارانو نه مخکې ګڼل کېږي.

مودي اقتصادي ترقي او د کم امدن طبقې خلکو دپاره د فلاحي کارونه خپله کامیابي بللي. په انتخابي جلسو کې هغه د خلکو نه غوښتلي چې هغه ته دې ووټ ورکړي چې دا ډول هغه د ملک د ترقۍ رفتار برقرار وساتي او د ۲۰۴۷ پورې هندوستان د پرمخته تللی ملک کړي.

مودي تېره هفته یوې جلسې ته وویل چې په تېرو لسو کلونو کې یې ۲۵۰ مېلین خلک د غربت نه راوېستلي دي چې ښيي داسې کارونه کوي چې نتیجې يې مخې ته رابسیره کېږي.

په انتخاباتو کې د مودي مخالف اتحاد نېشنل ډېوېلپمېنټل انکلوسیو الاینس، انډیا، کې د ۲۴ نه زیات ګوندونه شامل دي، په انتخابي کې د بې روزګارۍ خبره کوي او وايي د مودي په حکومت کې د ملک جمهوري او سېکولر یا په حکومتدارۍ کې د مذهب د عدم مداخلت اقدار د خطر سره مخامخ شوي دي.

دا سیاسي اتحاد په هندو پلوه رهنما الزام لګوي چې په ملک کې یې د مذهب په بنیاد تقیسم پېدا کړی دی او د کرپشن په بنیاد یې د حزب اختلاف کمزوري کولو دپاره د وفاقي ادارو تحقیقات شروع کړي دي.

د مودي د مخالف اتحاد یو مشر او د دلي اعلا وزیر اروند کېجرېوال د انتخاباتو نه څو هفتې مخکې د رشوت په الزام نړیل شوی دی. حکومت دا الزام ردوي چې کېجریوال په سیاسي بنیادونو نیول شوی دی.

د مودي مخالف کانګرس پارټۍ مشر راهول ګاندهي تېره میاشت د پارټۍ انتخابي منشور د اعلانولو په موقع وویل په موجوده وخت کې د هند جمهوریت او د ایین د بل هر وخت نه زیات د خطر سره مخامخ دي.

په نږدې ورځو کې شوې سروی ښيي چې مودي به په اسانه انتخابات او په دریم ځل د وزیراعظمۍ چوکۍ وګټي. د مودي نه مخکې د جواهرلال نهرو یوازنی وزیراعظم و چې دا چوکۍ يې پرله پسې درې ځله ګټلې وه. مودي لس کاله وړاندې حکومت سمبال کړی او برطانیې نه د ازادۍ راهسې په ملک د کانګرس پارټۍ غبله یې ختمه کړې ده.

مودي د یو سخت قوم پرسته او هندو پلوه رهنما په څېر لیدل کېږي چې ملک يې په چټکتیا د ترقۍ په لاره روان کړی، په نړیواله کچه يې د هندوستان يې د هندوستان حېثیت بهتر کړی او خپله دا لوظ يې هم پوره کړی او د ړنګ شوي بابري مسجد په ځای هندو مندر جوړ کړی دی.

سیاسي څېړونکی سندیب شاستري وي او ای ته وايي دا واضحه ده چې بهارتیا جنتا پارټي د مودي د مقبولیت په اوږو په دې انتخاباتو کې برخه اخلي.

د ووټرانو جلب کولو دپاره د مودي مخالف اختلاف لوظ کړی چې د ښځو او په سماجي خېرښګړه به خرچ زیاتوي او طالب علمانو ته به د حکومت درې مېلین ملازمتونه ورکوي. اتحاد دا هم وايي چې د مودي په حکومت کې د جمهوریت د زوال مخه به هم نېسي.

سروی ښيي چې د مودي بي جی پي ګوند به په موجوده انتخاباتو کې د کال ۲۰۱۹ نه هم ښه کارکردګي وښښي. د دغه کال په انتخاباتو کې بي جی پي د پارلېمنټ ۳۰۳ چوکۍ ګټلې وي. خو کانګرس پارټي وايي په څلورم جون چې ووټونه وشمارل شي نو نتیجې به د توقعو نه بدلې وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00