شاته

پر اسرائیل د ایران برید؛ متحده ایالاتو پر ایران باندې نوي بندیزونه ولګول

پر اسرائیل باندې د ایران د برید په غبرګون کې، د امریکا متحده ایالاتو د اپریل په ۱۸ (وري ۳۰) پر ایران باندې نوي بندیزونه او محدودیتونه ولګول.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې متحده ایالات ایران مسول ګڼي او پر ایران باندې د صادراتو د کنترول نوي بندیزونه لګوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه نوي بندیزونه "د ایران د سپاه پاسداران مشران او اړوند بنسټونه، د ایران د دفاع وزارت او د ایران د حکومت د میزایل او ډرون الوتکو پروګرام په نښه کوي چې [پر اسرائیل] دغه سپین سترګی برید یې ممکن کړ."

دا اعلامیه وایي چې د متحده ایالاتو ولسمشر د جي-۷ هیوادونو د مشرانو سره هم پدې هکله خبرې کړې دي او متحده ایالات او د جي-۷ هیوادونو مشران ژمن دي چې "په ایران باندې د اقتصادي فشار زیاتولو لپاره په ګډه عمل وکړي." اعلامیه زیاتوي چې د متحده ایالاتو متحدین او شریکان د "ایران د بې ثباته کوونکو نظامي پروګرامونو د محدودولو لپاره" اضافي بندیزونه او اقدامات اعلان کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې امريکا غواړي هغو کسانو ته چې "د ايران بريدونه ممکن کوي او یا یې ملاتړ کوي"، څرګنده کړي چې امريکا د اسرائیل امنيت ته ژمنه ده او د ايران سره د حساب کولو لپاره به له هر ډول اړينو ګامونو ډډه ونه کړي

د دغو بندیزونو په اړه د سپینې ماڼۍ له اعلان سره جوخت، د امریکا د مالیې وزارت هم په یوه بیانیه کې، د ایران د پوځ د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو پر پروګرام، د فولادو د صنعت او په ایران کې د موټر جوړولو پر شرکتونو د بندیزونو بشپړ جزیات اعلان کړل. د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا بندیزونه د ایران له خوا پر اسرائیل د برید په غبرګون کې لګول شوي او ۱۶ اشخاص او دوه بنسټونه په نښه کوي چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو تولید یې ممکن کړی دی.

په دې اعلامیه کې د امریکا د خزانې د وزیرې جینت یلن له قوله ویل شوي چې پر ایران دغه بندیزونه "له بریتانیا سره په همغږۍ او د امریکا له متحدینو او شریکانو سره په مشوره" لګول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت اعلامیه په ډاګه کوي، چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت د صنایعو او امنیت دفتر هم په سوداګریزه کچه د مایکرو الیکترونیکونو په څیر تکنالوېۍ ته د ایران پر لاسرسي محدودیتونه او کنټرولونه وضع کړي دي.

د فولادو صنعت یو بل سکتور دی چې د دې بندیزونو هدف شو. د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د ایران د فلزاتو سکتور او شرکتونه لکه د خوزستان د فولادو شرکت د دې سکتور د پراخو عوایدو له امله چې د فولادو د صادراتو له درکه یې کلنی عاید میلیاردونه ډالره دی، د بندیزونو ښکار شوي دي.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت په دې اعلاميه کې د اسلامي انقلابي ګارډ د ځينو غړو نومونه هم شريک کړي چې بنديزونه پرې لګول شوي دي. عباس سرتاجي، مهدي غفاري نغنه، حسن ارامبن ژاد، هادي جمشیدي زوارکي، رضا نهر داني او ابوالفضل رمضان زاده د سپاه پاسداران ځینې لوړ پوړي غړي دي چې په عراق، یمن او سوریه کې ډلو ته د بې پیلوټه الوتکو په ازمایښت، پراختیا او اکمالاتو کې فعالیت کوي او اوس د دې بندیزونو هدف ګرځیدلي دي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر جو بایډن له قوله په اعلامیه کې لیکلي دي چې وایي، "زما د ادارې پر مهال، متحده ایالاتو د ایران او د هغې د نیابتي ډلو، حماس، حزب الله، حوثیانو او کاتب حزب الله په ګډون پر ۶۰۰ کسانو او ادارو بندیزونه لګولي دي... ما د امریکا د خزانې وزارت په ګډون خپل ټیم ته لارښوونه کړې چې د ایران د پوځي صنایعو د لا خرابولو لپاره د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي."

فورم \ دبحث خونه