شاته

ملګري ملتونه: له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال د چادېدونکو توکو له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو اداره (یو این ایم اې ایس) وايي هغه افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو پر مهال د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

دغې ادارې پر خپله ایکس پاڼه په یو پیغام کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د خلکو د پوهې د زیاتولو پر اړتیا باندې ټینګار کړی او لیکلي یې دي:

"له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي او هغه خطرونه چې دوی ورسره مخ دي ریښتیني او د اندېښنې وړ دي".

د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې د ستنېدونکو ګډوالو د ستنېدلو او په خوندي توګه د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو له خطرونو د خلکو د پوهې زیاتولو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

یو این ایم اې ایس پر ایکس په یو جلا پوسټ کې ویلي "په بشري بنیادونو د ماین پاکۍ لپاره د فنډ په زیاتولو سره موږ کولای شو سمدستي د زیانونو کچه راټیټه کړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند وژغورو او په افغانستان کې د اقتصاد په بیارغولو کې مرسته وکړو".

ملګرو ملتونو له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه دا خبرداری په داسې وخت ورکړی چې پاکستان په روانه اوونۍ کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل کړی دی.

ملګرو ملتونو تمه څرګنده کړې چې کېدای شي تر جولای میاشتې پورې 7,20000 قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او 50,000 نور په پاکستان کې د پي او آر په نوم کارډ لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه 5,47000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ماینونو خطر:

په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو له امله نه یواځې په دغه هیواد کې بهرنیو ځواکونو له مځکنیو ماینونو کار اخیستی، بلکې د دغو ځواکونو خلاف جنګېدونکو وسلوالو ډلو هم له ماینونو کار اخیستی دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ادارې سېو دي چلډرن د اپرېل پر څلورمه په یو رپوټ کې ویلي وو، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا 60 کسان چې وایي اکثره یې ماشومان دي په مځکه کې د ښخو ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه کیږي یا معذوره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو رپوټ له مخې افغانستان په نړۍ کې په ماینونو او ناچاودو توکو یو ت رټولو ډېر ککړ هیواد دی، چې وایي‌ د 401 ولسوالیو له درو څخه دوې برخې یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره "یوناما" هم د ماینونو په اړه د پوهې په نړیواله ورځ ویلي وو، په دې هېواد کې د تېرو څو لسیزو په جګړو کې تر مځکې لاندې ماینونو د چاودنو له کبله تر 45,000 پورې افغانان مړه یا ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي د ماین پاکولو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې تر اوسه په افغانستان کې تر 3,000 مربع کیلومیټره له زیاتې مځکې ماینونه او ناچاوده توکي پاک شوي دي خو وایي له دغو توکو لا هم د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته خطر دی.

ملګرو ملتونو ویلي د نورو ولایتونو په نسبت د ارزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ او سمنګان ولایتونو کې خلک ډېر د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00