شاته

ایران امریکا ته ویلي 'د کړکېچ زیاتوالی' نه غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۳۰) وویل هیواد یې متحده ایالاتو ته ویلي چې پر اسرائیل له بې ساري برید وروسته د کړکېچ د زیاتوالي په لټه کې نه دی.

ایران دا اونۍ په اسرائیل باندې په لومړي ځل له خپلې خاورې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ. د اسرائیل د پوځ مشر د غچ اخیستلو ژمنه کړې. خو ایران دا اقدام په دمشق کې پر خپلې قونسلګرۍ باندې د اپریل د لومړۍ نیټې د هوايي برید ځواب بللی چې د ایران دوه جنرالان پکې ووژل شول او په پراخه توګه اسرائیل ته منسوب شوی دی.

حسین امیر عبداللهیان چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې هېواد یې "هڅه کوي چې امریکا ته په واضح ډول ووایي چې ایران په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په لټه کې نه دی."

ایران او امریکا له ۱۹۸۰ کال راهیسې ډپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو بې طرفه سویس په ایران کې د واشنګټن د ګټو استازیتوب کوي. امریکا او ایران دواړو د منځګړي په توګه د سویس رول ته اشاره کړې ده.

د امیر عبداللهیان په وینا، ایران پر اسرائیل د برید له پیل څخه "مخکې او وروسته" له واشنګټن سره تماس نیولی و.

هغه وویل، ایران امریکا ته خبر ورکړی و چې د ایران د اسلامي جمهوریت پرېکړه چې "اسرائیل ته ځواب ووايي، حتمي ده" او خبره پای ته ورسېده.

پر اسرائیل باندې د ایران په ځوابي برید کې یوه نجلۍ سخته ټپي شوې خو لږ زیان یې اړولی دی. دا په دمشق کې له برید وروسته چې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اووه غړي پکې ووژل شول، ترسره شو.

امیر عبداللهیان وویل: "د عملیاتو څخه مخکې، موږ امریکايي لوري ته په ښکاره وویل چې موږ به په سیمه کې د امریکا اډې او ګټې په نښه نه کړو."

ایران دغه برید د بریا په توګه نمانځلی، او ولسمشر ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل نور "تاوتریخوالی" وښيي، د " سخت غبرګون" سره به مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې امیر عبداللهیان نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش او د ځینو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د امریکا متحدو ایالتونو، چې د اسرائیلو تر ټولو ستر متحد دی، ویلي دي چې پر اسرائیل له برید وروسته به ډېر ژر پر ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر پروګرام نوي بندیزونه ولګوي. واشنګټن همدارنګه ویلي، چې له خپلو متحدینو تمه لري چې موازي اقدامات وکړي.

امریکا او نورو متحدینو د اسرائیل سره د ایران د برید په مخنیوي کې مرسته وکړه.

فورم \ دبحث خونه