شاته

افغانستان کې د وروستیو بارانونو له امله 70 کسان مړه شوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو پنځوؤ ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله شاوخوا 70 کسان مړه شوي دي.

ای ایف پي خبري اژانس پخپل رپورټ کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د ویاند جانان صایق له خولې ویلي دي چې د شنبې او چهارشنبې تر منځ د بارانونو په پایله کې شاوخوا 70 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زياته کړې ده، چې پر دې سربېره 56 کسان د بارانونو له امله بیلابیلو پېښو ټپيان شوي هم دي.

نوموړي ویلي په دې بارانونو کې تر 2600 زيات کورونه ویجاړ شوي او څه د باندې په 95 زره جريبه ځمکه ولاړ فصلونه هم تباه شوي دي.

جانان صایق وويل په بارانونو کې زیاتره مرګ ژوبله د کچه کورونو د کوټو اؤ دیوالونو راغورځېدو له امله مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې هم وروستیو سختو بارانونو زیاته مرګ ژوبله اړولې او په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په بیلابیلو باراني پېښو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان د موسمي بدلون د سختو اغېزو سره مخ دی او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

له څلورو لسیزو راهسې په جګړو کې ښکېل افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په چټکتیا سره د بدلېدونکو موسمي حالاتو مقابلې ته بیخي کمه تیاري لري .

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د سختې واورې وریدو له امله د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه 25 کسانووژل شوي وؤ اؤ هم په مارچ کې د دریوؤ اوونی ود بارانونو له امله نږدې 60 کسان مړه شوي وؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00