شاته

سعودي عرب او پاکستان په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

واشنګټن – سعودي عربستان او پاکستان دواړو د نهې یا سې شنبې په ورځ په ګډه په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې.

دغه ډول سعودي چارواکو په سیمه کې د شخړو د کمېدو غوښتنه کړې پرته له دې چې په اسرایلو باندې د ایران د وروستي برید یادونه وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان السعود تر مشرۍ لاندې یو جګ پوړي پلاوي د ګل یا دوشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفر کې په پاکستان کې د پانګونې په فرصتونو ته کتنه کړې.‌

السعود د دغه لنډ سفر په پای کې له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره په یوې خبري غونډه کې په غزه کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې د شمېرې د زیاتېدو له یادونې سره د اسرایلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه هم کړې.

السعود وویل، "حالات د منلو نه دي. دا د نړیوال سیستم بشپړه ناکامي ده. مونږ باید همدا اوس اوربند ولرو."

د سعودي خارجه وزیر زیاته کړه، "حقیقت دا دی چې نړیواله ټولنه په خپلو مسولیتونو عمل نه کوي. مونږ باید زیات څه وکړو چې وژنه پای ومومي."

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د اکټوبر له اومې راهیسې کله چې اسرایلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي تر اوسه تر ۳۳۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.‌

جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ ملکي کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هغه د غزې د جګړې په اړه له سعودي وزیر سره خبرې کړي.

"مونږ دواړو په دې موافقه کړې چې مونږ له شرط پرته بیړني اوربند ته اړتیا لرو چې وشي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسرایلو د نوم له یادولو پرته په غزه کې روان حالات قتل عام وباله او د حساب کتاب غوښتنه یې وکړه.

دواړو ډپلوماټانو فلسطینیانو ته له خنډ پرته د مرستو د استولو غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، د غزې په روانې شپږ میاشتنۍ جګړه کې د غزې ۹۰ فیصده خلک بې ځایه شوي او تر نیم میلیون زیات خلک قحطۍ ته نېږدې شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00