شاته

د پاکستان د خزانې وزیر وايي ايي اېم اېف سره يې د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي

د پاکستان د خزانې وزیر ویلي په ملک کې د اقتصادي اصلاحاتو دپاره يې نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ سره د قرض د نوي پروګرام په اړه خبرې شروع کړي دي.

ايي اېم اېف سره د پاکستان د موجوده د نهمو میاشتو او د دریو بېلین ډالرو پروګرام وخت سر ته رسېدونکی دی. پاکستان دغه قرض په ادایګۍ کې کمی د پوره کولو دپاره اخیستی و. د قرضونو په بېرته اداکولو کې خسارې پاکستان د اقتصادي بحران څڼدې ته ورسوولی و.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي خو پاکستان د مالیاتي ادارې سره د بلینونو ډالرو د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي.

اورنګزېب وویل ايي اېم اېف سره د زیات او د اوږد مهاله قرض دپاره خبرې دا هفته شروع شوي دي.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) وویل د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې د دلچسپۍ اظهار کړی دی او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي.

د واشنګټن د دورې په مهال به د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د ايي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي.

د سږ کال غونډې به د نهې، سه شنبې، په ورځ په رسمي ډول شروع شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به غور کوي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

د غونډو د شروع کېدو به موقع ايي اېم اېف نړیوال اقتصاد ته د کتنې په اړه خپل رپورټ ورلډ اکنامک اوټ لوک هم شایع کوي.

د پاکستان نوی حکومت د یو داسې صورتحال سره مخامخ دی چې د ملک اقتصاد ښه کولو دپاره به ځينې ګامونه اخلي چې ولس به يې ډېر نه خوښوي.

اورنګرېب وویل د پاکستان په اقتصاد کې بنیادي اصلاحات عملي کولو دپاره به لږ تر لږه د دریو کلونو قرض پروګرام غواړي. هغه زیاته کړه چې د اینده میاشت پورې به د ايي اېم اېف سره د نوي قرض څه شکل ښکاره شي.

پاکستان او د امريکې او چین سره اقتصادي تعلقاتو کې توازن

پاکستان د امریکې او چین دواړو سره نږدې اقتصادي تعلقات لري او هم د دې له قبله پاکستان په یو حساس صورتحال کې دی. دا ځکه هم چې چین او امریکا د یو بل سره په اقتصادي جنګ کې ښکیل دي.

اورنګزېب وویل امریکا د پاکستان د ټولو نه لوي اقتصادي همکار ملک دی، همیشه يې د سرمایه کارۍ په برخه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی نو ځکه امریکې سره تعلق د پاکستان دپاره ډېر اهمیت لري.

بلخوا، اورنګزېب وویل، د سي پېک منصوبې دلارې به پاکستان کې په خصوصي توګه د بنیادي اسانتیاو په برخه کې ډیره سرمایه کاري شوې ده.

د اصلاحاتو پروګرام

د اقتصاد د بنیادي اصلاحاتو ترمخه چې د پاکستان مخکنی حکومت پې د ايي اېم اېف سره متفق شوی و، پاکستان هغو حکومتي ادارو د خرڅولو عمل شروع کړی چې په نقصان کې چلېږي.

د دغو ادارو د فهرست په سر کې د پاکستان قومي هوايي کمپني پي ايي ای ده. اورنګزېب وویل په اینده میاشت نیمه کې به معلومه شي چې پي ايي ای اخیستلو دپاره ممکنه بولي ورکوونکي څوک دي.

د پي ایي ای د خرڅېدو وروسته به معلومېږي چې د حکومت د پراېوېټایزېشن دا عمل څنګه دوام لري. د پاکستان د خزانې وزیر وویل په اینده کلونو کې د پراېوېټایزېشن عمل ګړندی کول غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00